Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

د ښځو حقونو او ښې حکومتولۍ په اړه طالبانو ته د بهر مېشتو افغانانو سپارښتنې

په بهر کې د مېشتو افغانانو د درې بنسټونو استازو د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، تېرو دوو اوونیو کې له یو شمېر طالب چارواکو سره کتنه کې له هغوی غوښتي چې د ښې حکومتولۍ لپاره زمینه برابره کړي. اراده، د افغانستان د بیا رغونې غورځنګ او د افغانستان د ښځو اسلامي ټولنه هغه بنسټونه دي چې استازو یې طالب چارواکو سره خبرې اترې کړي. د ادارې بنسټ مشر سیداغا وايي:” موږ په درې برخو کې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې. د ښځو د حقونو په اړه مو خبرې وکړې او ښځې هم زموږ غونډو کې وې. د ښې حکومتولۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې مو مشخص وړاندیزونه وکړل. “

د ښاغلي سیداغا په خبره، طالبانو ډاډ ورکړ چې هر څوک وغواړي د خپل وطن د جوړولو لپاره راستون شي، دوی یې د امنیت خوندیتوب ته ژمن دي. د افغانستان د اسلامي ټولنې غړې فوزیه فایق له طالبانو سره په خبرو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه وايي:” هغه حقونه چې اسلام ښځو ته ورکړي، اسلامي امارت یې هم باید ښځو ته ورکړي.” طالب چارواکو له دې وړاندې په ځلونو دا خبره تکرار کړې چې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دي.

نور یی ولوله | یوه امریکايي ډپلوماټ ابوظبۍ کې افغان کډوالو ته: د لېږد چارې به مو ګړندي شي

خو له دې ټولو سره سره یې، ښځو ته د حجاب کولو، د سفر پر مهال د محرم لرلو او تر خوا یې له هلکانو جلا د زده‌کړو توصیه کړې . هاخوا بیا د ښځو د حقونو فعاله حسنا سادات ازادي راډیو ته وايي، هغه نجونې او ښځې چې د طالبانو په حکومت کې کار کوي، د وېرې او پر دوی د لګول شویو محدویتونو له امله له خپلو او د نورو ښځو له حقونو دفاع نه‌شي کولای. اغلې سادات وایي:” زه له هېڅ یوې ټولنې چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره جوړې شوي، ننګه نه کوم. هغه ټولنې او ښځې چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې کار کوي، هیڅ وخت د هغو ښځو چې زده‌کړې یې کړي او زحمت یې ویستلی، له حقونو دفاع نه‌شي کولای. “

طالبان د خپلې دویم ځلي واکمنۍ له پیل سره سم تر ننه، تر نیوکو لاندې دي چې د بشر په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې نقض کړي دي. له کار او زده‌کړو د نجونو محرومول د دې لامل شول چې د طالبانو ضد فعالې نجونې او ښځې د کابل په کوڅو او واټونو کې اعتراض وکړي، خو راپورونه وايي، طالبانو د دوی په نیولو او زنداني کولو سره، دا غږونه غلي کړل. دې قضیو ته په پام د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د مرموزو وژنو، نیونو او ورکېدو په اړه اندېښنه ښيي. د دې سازمان د ښځو څانګې مسوولې هېدر بار پرون ازادي راډیو سره خبرو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو ځپل وېروونکي وبلل او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د افغانستان د ښځو اړوند مسایلو په اړه بېړني ګامونه واخلي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button