د کاتولیک کلیسا نوی ټاکل شوی ۶۹ کلن پاپ څوک دی؟

اړوند خبر:
پاپ فرانسیس: افغانان له لسیزو راهیسې له بدمرغیو سره مخامخ دي
کاردینال رابرت فرانسیس پرووست د کاتولیک کلیسا نوی مشر ټاکل شوی او له دې وروسته به د مسیحي مذهبي ټولنې مشري کوي.
د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو راغلو کاردینالانو د کاتولیک کلیسا لپاره نوی پاپ وټاکه.
دا پرېکړه له هغه وروسته وشوه چې پاپ فرانسیس د اپرېل په ۲۱مه مړ شو.
نوی ټاکل شوی پاپ چې ۶۹ کلن امریکایي دی د “Leo XIV” نوم غوره کړی دی.
د کاتولیک کلیسا د مشرتابه لپاره دا تاریخي غونډه د پنجشنبې په ورځ، د مې په ۸مه، د ۱۳۳ کاردینالانو له لوري ترسره شوه، چې د ۷۰ هېوادونو استازیتوب یې کاوه.
هغوی د لنډو بحثونو وروسته، کاردینال رابرت فرانسیس پرووست د کلیسا نوی مشر وټاکه.
د انتخاباتو بهیر د دود سره سم د واتیکان په سیستین چپل کې تر سره شو.
د پنجشنبې له غرمې مخکې تور لوګی پورته شو، چې دا د ناکامې رایې نښه وه.
خو له غرمې وروسته په لومړۍ رایه کې اکثریت کاردینالانو د پرووست په پلویتوب رایه ورکړه.
پاپ لېو څوارلسم به اوس په نړۍ کې د مسیحیې مذهبي ټولنې رسمي مشري پر غاړه واخلي.