ټکنالوجي

د کار پر نړیوال مارکېټ د مصنوعي ځیرکتیا اغېز؛ موږ باید څه وکړو؟

ما د کار د راتلونکي مارکېټ په اړه د پیسو نړیوال صندوق نوي راپور ته په اشارې

سره د کار پر نړیوال مارکېټ د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د اغېزو په اړه یوه لنډه تبصره کړې وه. د ډېرو ځوانانو تلوسه وه او پوښتنه یې کړې وه چې نویو شرایطو ته په کتو سره په کومه برخه کې پر خپلو مهارتونو کار وکړي او په کومو برخو کې باید زده کړې وکړي. دا چې په راتلونکو لسیزو کې به د کار مارکېټ څه ډول وي، یو جامع تحلیل ته اړتیا لري او ددغه ډول تحلیل لپاره اړتیا ده چې په دې برخه کې تاثیر ګذاراه څو مهم فکټورونه (روان پرمختګونه/ټرېنډز، ټکنالوجیکي پرمختګونه، اقتصادي وړاندوینې او د دولتونو په کچه پالیسوي بدلونونه) دقیق مطالعه شي. ما دلته یوازې ستاسو د معلوماتو لپاره د کار نړیوال مارکېټ کې روان وضعیت او پرمختګونو په پام کې نیولو سره، یو ابتدايي تحلیل کړی. اوسمهال د کار نړیوال مارکېټ مهم پرمختګونه یا ټرینډز مصنوعي ځیرکتیا، اټومېشن او ډیجیټلایزېشن تشکیلوي. په دې اساس ما لاندې څو سکتورونه په نښه کړي چې کېدای شي ستاسو لپاره یو ښه باالقوه انتخاب وي:

ai1

د مصنوعي ځیرکتیا په اړه زده کړې

۱. ټکنالوجي: په دې سکتور کې مصنوعي ځیرکتیا او ماشین زده کړې (Artificial Intelligence and Machine Learning) ، سافټویر ډیولپمنټ، سایبرسکیوریټي او ډېټاساینس او تحلیل هغه برخې دي چې د کار مارکېټ کې ورته مخ په زیاتېدونکې تقاضا موجوده ده. په ځانګړې توګه که تاسو د کار نړیوال مارکېت د راتلونکې په اړه د ایکانومېک فورم د ۲۰۲۳ کال د سروې راپور ولولئ نو زیاتره سترې نړیوالې کمپنۍ غواړي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې له AI او کلوډ کمپیوټینګ نه نیولې تر کوانټم کمپیوټینګ پورې ټکنالوجي په خپل کاروبار کې مدغم او ویې کاروي. په دې اړه لاندې ګراف ته مراجعه وکړئ.

۲. تجدید کېدونکې انرژي- Renewable Energy: دې ته په پام سره چې نړۍ نور له ککړې فوسیلي انرژۍ نه د پاکې انرژۍ په لور حرکت کوي، رینیوبل انرجي اوسمهال یو مهم بحث دی. په ځانګړې توګه د روسیې او اکراین تر جګړې وروسته لوېدیځه نړۍ د انرژۍ په برخه کې د پالیسوي بدلون لور ته روانه ده. په راتلونکو پنځو کلونو کې به د سولري او بادي برېښنا د انسټالېشن او حفظ و مراقبت په برخو کې ډېر شمېر تخنیګرانو او انجنیرانو ته اړتیا وي. همدارنګه په دې سکتور کې به په راتلونکي کې د پایدارۍ متخصصینو (Sustainability Specialists) ته هم ډېره اړتیا وي.

نور ولولئ: مصنوعي ځیرکتیا څومره پېژنئ؟

نور ولولئ: د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مړو ته ډیجيټلي ژوند د ورکولو هڅې

نور ولولئ:  د ۲۰۲۳ کال د مصنوعي ځیرکتیا غوره چټ‌بوټونه

د بهرنۍ سوداګرۍ زده کړې او کار

۳. برېښنا سوداګري E-Commerce او لوجستیک: د انلاین کاروبار مخ پر ودې بهیر ته په کتو سره اټکل کېږي چې دغه سکتور به هم په راتلونکو څو کلونو کې ډېر کاري فرصتونه وپنځوي. په دې برخه کې په ځانګړې توګه د سپلای چاین منجمنټ یا عرضې د زنځیر مدیریت برخه کې مهارتونو او روزنې ته اړتیا ده.

۴.  روغتیا: په دې سکتور کې څو خبرې دي. لومړی دا چې اټکل کېږي چې په پرمختللو هېوادونو کې د نفوسو د زړښت له وجې به په راتلونکو لسو کلونو کې ډېرو روغتیايي متخصصینو لکه ډاکټرانو، نرسانو او تکنېشنانو ته اړتیا زیاته شي. د کار په اړه د ورلډ ایکانومیک د راپور له مخې په اروپا کې روغتیايي سکتور د هغو سکتورنو په ډله کې راځي چې د مسلکي کسانو له قحطۍ سره مخ دی. بله موضوع په اسیايي او افریقايي هېوادونو کې د نفوسو زیاتوالی هم یو عمده محرک کېدای شي. سربېره په دې په روغتیايي سکتور کې بایوټکنالوجي هغه برخه ده چې اټکل کېږي د کار مارکېټ کې ښه راتلونکې لري.

ai2
انځور؛ د اې ای راتلونکې دندې په ګراف کې.

د انلاین میډیا په برخه کې څه کېږي

۵. خلاقیت او ټېک ډیزاین: د انلاین میډیا رشد ته په کتو سره د ډیجیټلي محتویاتو پنځوونکو یا تخلیق ګرانو ته اړتیا په زیاتېدو ده. همدارنګه د ټکنالوجیکي محصولاتو د ډیزاین په برخه کې UX/UI Designers هم په راتلونکي کې ښه مارکېت لرلی شي.

ai
انځور؛ مصنوعي ځیرکتیا د بشر دنده پر مخ وړي.

۶. ساختماني سکتور: په ځانګړې توګه په دې سکتور کې برق، نلدواني او ترکاڼي ښه مارکېټ لري. د ورلډ ایکانومیک فورم د راپور له مخې دا شغلونه یا کسبونه د هغه جدول په سر کې ځای لري چې اروپا په ۲۰۲۲ کال کې په دې برخه کې د مسلکي کسانو له قحطۍ سره مخ وه. همدارنګه د ګرین بلډینګ (Green building) په برخه کې تخصص هم روښانه راتلونکې لري. ددې لپاره چې ساختمانونه له محیط زیست سره سازګار وي اوس په لوېدیځ کې په ساختمانونو کې د ګرین بلډینګ موضوع ته ډېر اهمیت ورکول کېږي او په دې برخه کې متخصصین ډېر کم دي.

۷. حقوقي خدمات: د قراردادونو مدیریت (CM)، د فکري مالکیت حقوق او د خصوصي حریم حقوق د کار مارکېټ کې ښه سکوپ لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button