کورني خبرونه

د کرېکټ یو شمېر لوبغاړي: د نجونو پر مخ د زده کړو مرکزونو بندېدل د توجیې وړ نه دي

محمد نبي، رحمان الله ګربز او راشید خان د نجونو پر مخ د زده کړو دراوزې تړل کېدل غندلي دي

د افغانستان کرېکټ مشهور لوبغاړي راشد خان پر خپله ټولنیزه میډیا لیکلي چې د نجونو پر مخ د طبي زده کړو د مراکزو دروازې بندول یوه غیر عادلانه پرېکړه ده چې په دغه پرېکړه حاکم طالبان له سره غور وکړي.

د افغانستان کرکټ دوو مخکښو لوبغاړو محمد نبي او رحمان الله ګوربز د طالبانو له لوري پر افغان نجونو د طبي انستیتوتونو بندول غندلي او دا یې يوه ناعادلانه پرېکړه بللې ده. دواړو پر نر او ښځه تعلیم اسلامي حق ګڼلی او غوښتنه يې کړې، چې طالبان دې پر دې پرېکړه جدي غور وکړي.

د طالبانو دغه پرېکړې ته د محمد نبي غبرګون

د چار شنبې په ورځ افغان کرکټ لوبغاړي محمد نبي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د نجونو پر مخ د طبي زده کړو د مرکزونو تړل د ټول هېواد او ملت په زيان دي.

نوموړي ليکلي چې «دا پرېکړه یوازې ددې نجونو راتلونکي ته زیان نه رسوي، بلکې ټول هېواد او ملت ته یې تاوان رسېږي.»

نور ولولئ: له هر ډول زده کړو د نجونو راګرځولو ته غبرګونونه

نور ولولئ: ایمنیسټي انټرنشنل: له طبي زده کړو د نجونو راګرځول به نه جبرانېدونکي پایلې ولري

محمد نبي د طالبانو دغه پرېکړه بې انصافي بللې او غوښتنه يې کړې، چې طالب مسوولان دې پر دې پرېکړه جدي غور وکړي.

هغه ليکلي، «زه د دې ناعادلانه پرېکړې غندنه کوم او په عین وخت کې له حکومت څخه په درنښت او عاجزانه توګه غوښتنه کوم چې پر دې پرېکړه بیا جدي غور وکړي.»

محمد نبي زياتوي، چې افغانستان دا مهال لوستو او تعلیم یافته ښځو ته هم اړتیا لري.

رحمان الله ګربز او د هغه غبرګون

د افغان کرکټ یو بل مخکښ لوبغاړي رحمان الله ګوربز هم همدې موضوع ته په اشارې پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: « (وقل ربي زِدْنِي عِلمًا) او ووايه اې ربه زما علم زيات كړه» نوموړي علم پر نر او ښځه فرض ګڼلی دی.

تر دې وړاندې د کرکټ افغان لوبډلمشر راشدخان هم پر طالبانو غږ کړی و، چې دغه پرېکړه بيرته واخلي

خو له دې سره، سره طالبان د ښځو پر وړاندې له دغه ځپونکی او ناوړه چلند لاس نه اخلي.

یوازې د کرېکټ لوبغاړي نه، بلکې افغان ولس او سیاسیونو هم په وار، وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، خو طالبانو پر دې غوښتنه سربېره بیا هم د طبي زده کړو دروازې وتړلې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button