نړیوال خبرونه

د ګلبدین حکمتیار طرحه سولې لپاره

حکمتیار د سولې لپاره طرحه چمتو کړې او ټولو ښکېلو خواو ته یې سپارلې

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې یې وسله پر ځمکه کېښوده او له افغان حکومت سره یې سوله وکړه، اوس یې له طالبانو سره د سولې لپاره یوه طرحه چمتو کړې او هغه یې د افغانستان په سوله کې له ښکېلو خواو سره شریکه کړې ده

حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو له دریو مخکښو کاندیدانو دی

ده د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، اړتیا ده چې په سوله کې ټولې ښکېلې خواوې په یوې هر اړخیزه طرحه هوکړه وکړي.

دی وايي، د دې طرحې پر بنسټ د سولې د خبرو لپاره یوه سیاسي اجماع اړینه ده

د ده په خبره، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د استازو، د معیارونو د تشخیص په برخه کې ستونزو د سیاسي اجماع جوړول ستونزمن کړي.

دغه جهادي مشر، د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړونکی، د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشر د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټیمونه او د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د مطرح شخصیتونه لوري هغه څلور اړخونه ګڼي چې د ده په وینا نفوذ ته یې په کتو کولی شي، دغه اجماع جوړه کړي.

هغه زیاته کړه: “د دغو څلورو مجموعه دې سره کیني، هوکړه دې وکړي او سیاسي اجماع دې تطبیق کړي، دا لاره اسانه او عملي ده.”

حکمتیار په دغه طرحه کې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره د یوې صلاحیت لرونکي مرجع د جوړيدو غوښتنه هم وکړه.

په هيواد کې دننه او د بهرنیانو له ګډون پرته د بین الافغاني مذاکراتو پیل د ده په طرحه کې شامل موارد دي.

په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ ازادي راډیو ته ویلي چې ارګ به د دې موضوع په اړه د چهارشنبې په ورځ خپل دریځ اعلان کړي .

مخکې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې، د سولې په تړاو هر نظر ته درناوی لري، خو د لنډمهاله حکومت د جوړولو طرحه خلکو ته د منلو نه ده.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې ددولت د وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، حکومت د سولې په بهیر د ټولنې د ټولو برخو د ګډون پلوی دی.

انوری زیاتوي: “حکومت د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو قشرونو په تېره د سیاسیون د ګډون پلوي دی چې د خلکو او افغان دولت په محوریت پرمخ وړل کېږي، د سیاسیونو نتیجه ورکوونکي او عملي لید لوري، نظریات او وړاندیزونه چې په رسمي توګه له وزارت سره شریکېږي، د سولي د بهیر او سیاسي اجماع د پیاوړي کېدو په هدف، د افغانستان د سولې په پروګرام کې په پام کې نیول کېږي.”

مخکې له دې د محمد محقق په کور کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغانستان د مخکیني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسیونو هوکړه کړې وه چې د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره حکومت ته یوه طرحه سپاري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button