نړیوال خبرونه

د یتیمانو او معلولانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو برنامې پیلیږي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو پروګرام پیل کړ. د دې وزارت د مسوولانو په وینا، په‌دې پروګرام کې به یتیمانو او معلولانو ته د جامو ګنډلو او موبایل جوړولو په برخه کې روزنه ورکړل شي.

د شهیدانو او معلولیو جارو وزارت: 

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رییس شاه محمد وايي: «دغه ثبت شوي معلولین او د شهیدانو وراثان چې یتیمان او کونډې دي، دوی ۶۰ نه تر ۷۰ فیصد پورې حقوق مستحقو یتیمان او مستحقو معلولینو ته تادیه شوې دي. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د فني او حرفوي زده کړو امریت زیاتوي، د زده کړو په‌دې برنامه کې ۶۰ زده کوونکي د خیاطۍ او ټلیفونونو جوړونې برخو کې پر څلور میاشتنیو زده کړو بوخت دي.

نور یی ولوله | ا.ا چارواکو د سفرونو بندیز معافیت د غځېدو غوښتنه

نور یی ولوله | د رسنیو د کمیسیون غونډه

فني زدهکړې: 

د فني او حرفوي زده کړو امر انجنیر خالد وايي: «د دغو شپږو حرفو له جملې څخه دو حرفې د خیاطۍ او موبایل د ترمیم د حرفو د پرانیستلو شاهیدان یو.دا یو پرمختګ او لاسته راوړنه ده اما زموږ کوشش به دا وي چې دا لا وسیع کړو  او پاتې څلور حرفې د جناب وزیر صاحب او د وزارت د رهبرۍ په همکارۍ سره فعاله کوو.

په همدې حال کې یو شمېر زده کوونکي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت دا کار ستایي. د فني او حرفوي زده کړو زده کوونکی عبدالباسط وايي: «ډېر خوشحاله یم د اسلامي امارت له حکومته، ځکه موږ ته يې د حرفوي زده‌کړو زمینه مساعده کړه، ترڅو  راتلونکې کې یو ښه کسب او کار ولرم.

د فني او حرفوي زده کړو زده کوونکی منصور وايي: «موږ ډېر خوښ یوو چې حرفوي زده کړو کې شامل شو، موږ د حرفوي زده کړو زده کول غواړو ترڅو په راتلونکي کې خیاط شم او یو ښه خیاط اوسېږم چې خدمت وکړم. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ژمنه وکړه چې د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې به حرفوي زده‌کړې لا پراخه کړي او ډېر ژر به څلور نورې حرفې هم فعالې کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button