د ۹/۱۱ د قربانیانو کورنی : د افغانستان شتمنی باید ازادې شي
په متحده ایالاتو کې بریدونه
امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د نږدې ۸۰ قربانیانو کورنیو له ولسمشر جو بایډن غوښتي چې د افغانستان بانک د کنګل کړې شتمنۍ په اړه خپله پرېکړه واخلي او دا پیسې بېرته افغانانو ته ورکړي.
دوی ولسمشر بایډن ته یوه لیک کې لیکلي “د سپتمبر یوولسمې کورنیو قضایاو لپاره د دغو ۷ میلیارد ډالرو هر راز کارول له قانوني اړخه مشکوک او له اخلاقي اړخه ناسم دي. په دې لیک کې زیاته شوې چې دا پیسې د افغانستان د خلکو اړوندې دي او افغانان ورته اوسمهال تر دوی ډېره اړتیا لري. د دغه لیک جزیات پولېټیکو امریکایۍ رسنۍ خپاره کړي او لیکلي یې دي چې دا لیک د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي سلاکار ته استول شوی دی.
په لیک کې زیاته شوې “د سپټمبر ١١مې بریدونو په ګډون د ترهګرۍ قربانیان د خپلو حقوقو د پوښتنې حق لري، خو د هغو پیسو حق ځان ته نه ورکوي، چې قانوناً د افغانانو دي. د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بايډن څه موده وړاندې د یوه اجرایي فرمان په صادرولو سره وویل چې د دوی لخوا د افغانستان بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني به په دوو مساوي برخو تقسیم او سمې نیمې یې (درې نیم میلیارد ډالر) د سپتمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته ورکړ شي.
ور یی ولوله | نړیواله ټولنه افغانستان کې د ښځو حقوقو باندې ټینګار کوي
نور یی ولوله | کرزی د نجونو ښوونځي نه پرانیستل به هېواد ته ډېر زیان ورسوي
په افغانستان کې اقتصادي ستونزې
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د تېر حکومت له پرځېدو او واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو راهیسې اقتصادي ستونزې خورا ډېرې دي او د طالبان حکومت په بیا بیا له امریکا غواړي چې کنګل شوې پېسې ازادې کړي. په دې تړاو د دواړو خواو ترامریکامنځ قطر او ازبکستان کې خبرې هم شوې وې. د بایډن لخوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ویشل کېدو فرمان خلاف لاریون
خو تازه امریکايي چارواکو وویل روانه میاشت کابل کې د دوی د بې پیلوټه الوتکې یوه برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژلو وروسته له طالبانو سره د دغو پیسو په اړه خبرې ځنډولې دي. دغه چارواکي زیاتوي د ولسمشر جو بایډن ادارې پرېکړه کړې چې امریکا کې د افغانستان بانک شاوخوا اوه میلیارد ډالر به نه ازادېږي.