ذبیح الله مجاهد: پکتيکا کې د پاکستان بمبارۍ ۴۶ کسان وژلي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د دیسمبر پر ۲۴مه په پکتيکا کې د پاکستانيو الوتکو په بمبارۍ کې ۴۶ کسان وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت وياند، ذبیح الله مجاهد د دیسمبر پر ۲۶مه وويل: “د پکتیکا برمل ولسوالۍ په شین سترګۍ اډې، سورزغمي، الماستې او مرغې سیمو کې په څلورو ځایونو بمبار شوی ټول پکې ۴۶ تنه شهیدان دي چې اکثریت یې ماشومانو او زنانه دي. ۶ نفره ټپيان دې چې یو لوی کس او ۵ ماشومان دي. شهیدان او ټپیان ځينې ځایی خلک دي او ځينې د وزیرستان څخه را مهاجرې شوی کورنۍ دي.”
په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت
پر اېکس يا پخواني ټويټر ليکلي وو چې د دیسمبر پر ۲۴مه، ماښام مهال پاکستانيوو جيټ الوتکو پر پکتيکا بمبارۍ کې “عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي” په نحښه کړي. د طالبانو دفاع وزارت دغه بمباري “وحشيانه عمل” بللی چې په وينا يې، د “نړيوالو اصولو خلاف کړنه” ده او دوی يې “په کلکه غندي”. د بيان په پای کې راغلي دي چې د طالبانو حکومت به د پاکستان دغه اقدام “بې ځوابه پرېنږدي او د خپلې خاورې او حريم دفاع خپل حق ګڼي”.
د پاکستان پوځ او حکومت
لا په برمل کې د تازه بريدونو په اړه په رسمي ډول څه نه دې ويلي. البته پر اېکس ځينو حسابونو، چې باور کېږي د پاکستان استخباراتي ادارو ته منسوب دي، ادعا کړې ده چې په پکتيکا کې يې د بمباريو پر مهال د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټيپي) وسلوالو “څلور مهم مرکزونه” په نخښه کړي او له مينځه وړي دي.
نور ولولئ: متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو
نور ولولئ: پر پکتیکا او خوست د پاکستان هوايي بریدونه؛ د وژل شوو ۱۸ ته ورسېده
کاالعدم اعلان شوې ډلې، ټي ټي پي تر اوسه په دې اړه څه نه دي وي.
دا بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د دیسمبر پر ۲۳مه ناوخته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ يو پلاوی کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو د کورنيو او بهرنيو چارو پر سرپرست وزيرانو سربېره د افغان سوداګرو له يو پلاوي سره هم وليدل. هغه په خپلو بیانونو کې وويل چې دواړو خواوو “د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا” او په سیمه کې “د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه پر کار کولو” موافقه وکړه.
ګڼو افغان سیاستوالو پر پکتيکا د پاکستان تازه بریدونه غندلي دي. پخواني افغان ولسمشر، حامد کرزي پر اېکس ليکلي چې دا پر افغان خاورې تېری دی. د افغانستان د بهرنيوو چارو پخواني وزیر، حنیف اتمر هم دا حملې وحشيانه بللې او غندلې یې دي.