لوبې

راتلونکې یکشنبه قطر کې د فوټبال نړیوال جام پېلیږي

قطر کې د فوټبال نړیوال جام میله د یکشنبې په ورځ له یو لړ افتتاحي مراسمو وروسته د کوربه هېواد قطر او اکوادور ترمنځ له لوبې پېلیږي.

قطر

قطر د یاد جام لپاره نوي ۸ داسې لوبغالي چمتو کړي چې په نوې ټکنالوژي سمبال دي. د قطر هېواد تمه لري چې یاد جام ته به له بهرنیو هېوادونو څخه ۱.۲ ملیونه نندارچیان لیدلو ته ورشي، چې د قطر فوټبال تنظیم اداره وایي ددې لپاره بشپړ چمتو والی لري. قطر نسبتا کوچنی عربي هېواد دی چې د فوټبال کارپوهانو او د فیفا پخواني مشر لخوا د فوټبال نړیوال جام لپاره کوچنی او ددې ټاکل یوه تېروتنه هم وبلل شوه

خو د قطر فوټبال د تنظیم اداره وایي چې دوی د لوبغاړو، او د قطر اړوندو چارواکو لپاره بشپړ تدابیر نیولي او هم یې د نندارچیانو د تنظیم لپاره امنیتي او د اوسېدو ځای ترتیب کړی دی. د یادونې وړ ده چې په قطر نړیوال جام کې ۳۲ لوبډلې ګډون کوي چې په شپږو ګروپونو ویشل شوې دي، او ټولې به په کې 64 لوبې ترسره شي

نور یی ولوله | کابلوف افغانستان کې باید ټولګدونه حکومت جوړ شي

نور یی ولوله | ایران د افغانستان په اړه غونډه جوړوي

لیونل میسي

په دغه جام کې به د نړۍ دوه مشهور ستوري لیونل میسي او کریستیانو رونالډو د پنځم ځل لپاره ګډون وکړي. د میسي لوبډله ارجنټاین د سعودي، میکسیکو او پولنډ سره ګروپ کې ده، په داسې حال کې چې د رونالډو لوبډله پرتګال د ګانا، یوروګوای او کوریا سره په شپږم ګروپ کې ځای لري. د یاد جام لپاره نږدې ټولو لوبډلو د لوبغاړو نوملړونه اعلان کړي او د قطر په لور خوځېدلې دي، چې د څو تمریناتي سیالیو وروسته به رسمي لوبې پېل کړي

روسیه چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د تېر فوټبال نړیوال جام کوربه توب کړی و، د اوکراین سره د کړکیچ له کبله له یاد جام څخه ویستل شوې ده. په روسیه کې فرانسې د یاد جام اتلولي خپله کړې وه. په قطر کې د فوټبال نړیوال جام لپاره د لوبو مختلف وختونه ټاکل شوې دي، چې د ورځې وخت یې د افغانستان پر وخت ۲:۳۰ بجې او د شپې ناوخته وخت یې ۱۱:۳۰ بجې دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button