راشد خان: ترکیه ډېر ښایسته ملک دی
راشد خان: ترکیه ډېر ښایسته ملک دی د افغانستان کرکټ ملي ټیم مشهور ورو توپ اچونکی راشد خان څو ورځې وړاندې ترکیې ته په چکر تللی دی، چې له هغه ځایه خپل تازه عکسونه او ویډیوګانې مینه والو سره په ټولنیزو رسنیو کې نشروي.
راشد خان د ترکیې په استانبول ښار کې ګرځېدلی او د دغه هېواد ستاینه يې کړې ده، نوموړي په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې یوه تازه ویډیو هم خپره کړې ده.دا ویډیو چې راشد خان په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې ده، که څه هم کوچنۍ ده، خو هغه پکې د ترکیې په یو شمېر ځایونو کې لیدل.نوموړی ویلی باید هر وګړی د ترکیې نظارې لپاره لاړ شي.
راشد خان له دې ویډیو سره همداراز لیکلی دي، چې ترکیه ډېر ښکلی هېواد دی. د راشد خان په انسټاګرام اکاونټ کې دا ویډیو ۸۵ زره کسانو لایک کړې ده او ډېرو خلکو پرې تبصرې هم کړې دي.ویلی دی چې تاسو خو د ژوند څخه ډېر خوند واخیست او روزانه چکرې وهی او د ملکونو سیلونه کوی.
د یادولو وړ ده چې راشد خان د (IPL) له ځنډېدو وروسته هېواد ته راستون شوی و، چې بیا متحده عربي اماراتو ته لاړ او له هغه ځایه ترکیې ته تللی دی، نوموړی به بېرته ابوظهبي ته لاړ شي او هلته به د پاکستان سوپر لیګ کې برخه واخلي.
ښاغلی راشد خان یو تکړه او با استعداده ځوان دی.نوموړي د ښه کرکټر ترڅنګ یو ښه انسان هم دی هغه هر وخت کوشش کوي چې خلکو سره ښه انداز سره مخې ته راشي او خلک یعنی فینز ېې هم ترینه خوشاله دي.