اړوند خبرونه:
د هېواد د )بدن ښکلا) اتل په کابل کې ومړ
راشد خان د اساهي پر مرګ خواشیني ښودلی او د هغه له کورنۍ سره یې د مرستې ژمنه کړې ده.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د بدني ښکلا او فټنیس اتل عليرضا اساهي پر مړینې خواشینې ښودلې ده.
راشدخان جمعه د سلواغې پر ۵مه پر خپلې فیسبوکپاڼې د نوموړي له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې ده.
خان زیاته کړې چې هڅه کوي د اساهي له کورنۍ لاسنیوی وکړي او د هېواد پر نورو اوسېدونکو یې هم ورته غږ کړی دی.
پرون د افغانستان د غړو ښکلا فدراسیون خبر ورکړی و چې عليرضا اساهي چې دوه وارې یې د غړو د ښکلا نړیواله اتلولي خپله کړې، مړ شوی دی.
عليرضا اساهي دوه ځلې د غړو د ښکلا نړیواله اتلولي ګټلې وه چې وروستی وار یې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې دا مقام خپل کړی و.
نوموړي د روان لمریز کال په لړم میاشت کې د (WBPF) له نړیوال فدراسیونه د روزنکي رسمي ډيپلوم هم ترلاسه کړی و.