ساینس او ټېکنالوژي

روسیې له ۴۷ کلن ځنډ وروسته سپوږمۍ ته بېړۍ ولېږله

مسکو له ۴۷ کلن ځنډ وروسته سپوږمۍ ته توغندی وروتوغاوه

روسیې له نږدې نیمې پېړۍ وروسته د سپوږمۍ ځمکې (سطحه) ته توغندی وروتوغاوه.

روسیه هڅه کوي له نورو هېوادونو مخکې د سپوږمۍ سویل قطب ته ځان ورسوي او غواړي لومړنی هغه هېواد شي، چې د سپوږمۍ نا څېړل شوې برخه کې کار پيل کړي.

نور ولولئ: ایولس سپوږمکۍ ځمکې ته راښکته کېږي، خو ځای یې نا معلوم دی

د روسیې لونا- ۲۵ توغندی له پلان سره سم د دې هېواد په ختیځ کې له ووستوچني فضايي اډې څخه وتوغول شو.

داسې انګېرل کېږي، چې د سپوږمۍ په سویلي قطب کې د اوبو زیرمې شتون لري.

د روسیې یاد فضایي توغندی به د هند له چندریان – ۳ سره سیالي وکړي.

د هند چندریان ۳ توغندی

هند هم تېره میاشت د سپوږمۍ پر لور خپل توغندی چندریان – ۳ وتوغاوه، چې دمګړۍ د سپوږمۍ شاوخوا ګرځي.

د هند یاد توغندی به د روانې اګست میاشتې په ۲۱مه د سپوږمۍ پر ځمکه کښېني.

هندي چارواکو د دې اوونۍ په پیل کې ویلي و، چې چندریان – ۳ به د اګست میاشتې په ۲۳ مه د سپوږمۍ پرځمکه کښته شي.

دا په داسې حال کې ده چې هند په دې وروستیو کې د ټکنالوژي په برخه کې ډېر پرمختګ کړی دی.

روسیه د عصري وسلو د جوړولو هڅې هم کوي

څه موده وړاندې سي‌اېن‌اېن خبري شبکې د امریکا د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي و چې روسیه دغه کارخونه د ایران په همکارۍ جوړوي او دا چې د رغېدو چارې یې ښايي د راتلونکي زیږدیز کال په لومړیو کې بشپړې شي.

په دغو استخباراتي مالوماتو کې راغلي چې د دې  سره به روسیې ته د اوکرایین جګړې لپاره د ډرون الوتکو یوه ستره زېرمه په لاس ورشي.

د کارخونې د سیمې انځورونه پر سپوږمکۍ اخیستل شوي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي تېره میاشت د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په استناد ویلي وو چې دغه کارخونه د روسیې په ځانګړې اقتصادي سیمه “الابوګا” کې جوړېږي.

هغه زیاته کړې وه چې مسکو له تهرانه اړین مالوماتو او تجهیزات ترلاسه کوي.‌

نور ولولئ: سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

د رپوټونو پر بنسټ ایران وار له مخه روسیې ته سلګونه چاودیدونکي ډرونونه او همدا راز د دغو الوتکو اړوند تجهیزات ورکړي دي.

د وايي‌ ایران پرله پسې د خزر سیند له لارې روسیې ته د توپ مرمۍ، بې پیلوټه الوتکې او نور تجهیزات استوي.‌

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button