Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

رییس‌الوزرا: ا.ا غواړي له ټولو هېوادونو سره د مذاکرې له لارې ستونزې حل کړي

اسلامي امارت د خپلو ستونزو حل غواړي

رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند وايي، اسلامي امارت غواړي چې له ټولو هېوادونو سره خپلې ستونزې د مذاکرې او تفاهم له لارې حل کړي، ځکه په وینا یې فشارونه او بندیزونه هېڅ پایله نه ورکوي او د تفاهم لار ښه پایله ورکولای شي.

نوموړي دا څرګندونې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د وږي نهمې یا له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لومړۍ کلیزي په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې چې رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرول، وکړې. رییس الوزرا په‌دې مراسمو کې ټینګار وکړ چې د تفاهم لارې دې نه بندېږي او زیاتوي: «تر هغه حده پورې موږ غواړو چې له هر چا سره موږ تفاهم وکړو، مشکل ورسره حل کړو، پر لارې مزل سره وکړو، تر هغه حده پورې چې زموږ اسلامي او شرعي اصولو ته خطر نه‌وي. په ازاده فضاء کې موږ غواړو له هر چا سره تفاهم وکړو.

.په‌دې مراسمو کې د رییس‌الوزرا تر څنګ د سرپرستې کابینې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو تر څنګ یو شمېر نورو لوړپوړو چاواکو او ځینو بهرنیو مېلمنو هم ګډون کړی وو چې د رییس الوزرا له وینا وروسته یو شمېر پوځي مهمات او تجهیازات نندارې ته وړاندې شول.

ملا محمد حسن اخند همداراز ادعا وکړه، کله چې بهرنیان له افغانستانه ووتل هر څه یې له ځان سره یوړل او پر افغانستان یې بندیزونه ولګول چې دا چاره په هېواد کې د غربت او بې‌وزلۍ لامل شوه، خو زیاتوي، په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی دی. نوموړی څرګندوي: «مرګ ختم شو، د شپې او د ورځې ازادي ده چې سړی هرې خوا ته ځي، که مزدورې کوې، که بزګرې کوې که په هر بخش کې کار کوې، ازاده فضاء ده، که د افغانستان له یوه کونج څخه بل ته ځې، هېڅ مشکل تا ته نه‌شته.

نور یی ولوله | د افغانستان اا له افغانستانه د وروستیو امریکايي سرتېرو د وتلو کلیزه ولمانځله

نور یی ولوله | د رسمیت پېژندلو په اړه د پاکستان سفیر څه ویلي؟

اسلامي امارت تېر کال یو ځل بیا واک ته ورسېد

که څه هم اسلامي امارت د تېر کال د زمري یا اسد په ۲۴مه یو ځل بیا واک ته ورسېد، خو د تېر کال د وږي یا سنبلې په نهمه له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شو چې اسلامي امارت اوس دا ورځ د “ازادۍ ورځ” په نوم یادوي. له دې سره سم، د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین له افغانستانه د وروستي امریکايي عسکر د وتلو کلیزي په مناسبت په یوې خپره شوې اعلامیه کې لیکلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا مبارزه پای‌ته نه‌ده رسېدلې.

نوموړي په‌دې اعلامیه کې وړاندې لیکلي: «موږ لا هم پوهېږو چې زموږ کار پای ته نه‌دی رسېدلی. موږ باید د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې پرله پسې تمرکز وساتو. یوازې څو اوونۍ مخکې، متحده ایالاتو د القاعدې مشر ایمن الظواهري او د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو په وخت کې د اسامه بن لادن مرستیال، په عدالت ورساوه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button