سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

زنداني عافیې له لسیزو وروسته له خور سره وکتل

عافیه صدیقي د امریکا ټیکزاس ایالت په فورټ ورت زندان کې زنداني ده

د امریکا په بند کې زنداني پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي شل کاله وروسته خپلې خور ډاکټرې فوزیه صدیقي سره کتلي‌ دي

په دغه لیدنه کې د هغې خور سره د جماعت اسلامی سناتور مشتاق احمد خان هم مل و. آغلي مشتاق د امریکا ټیکزاس ایالت په فورټ ورت زندان کې له عافیې صدیقي سره له درېو ساعتونو لیده کاته وروسته په دې اړه ځینې جزیات خپاره کړي دي.

ډاکټره عافیه صدیقي کله نیول شوې ده؟

پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي په ۲۰۰۳ میلادي کال کې کراچۍ کې نادرکه شوه.

نوموړې په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان کې پر امریکايي پوځيانو د برید په تور امریکا کې په ۸۶ کاله بند محکومه شوه.

د امریکا د عدلیې وزارت هغه “د القاعده شبکې غړې او تسهیلوونکې” بللې ده.

نور ولولئ: اسدالله هارون: له کوم جرم پرته پنځلس کاله په ګوانټانامو کې بندي وم

د عافيې خور فوزیه او ورسره منځ کې وکیل کلائیو سټیفورډسمېت او تر څنګ یې د جماعت اسلامی سناتور مشتاق احمد خان زندان ته د نوموړې لیدو ته ورغلي وو، خو د عافیه صدیقې ملاتړ کوونکي نوموړې ته د سزا پر دغه پرېکړه نیوکې کوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان ته د هغې د ستنېدو لپاره یو خوځښت پیل شوی، چې مشري یې د دې خور ډاکټره فوزیه صدیقي کوي.

تر اوسه امریکايي چارواکو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې کتنې په اړه څه نه دي‌ ویلي.

د دواړو خویندو تر منځ ښیښیه يي پنډ دیوال مسکا په ویر بدله کړه

ډاکټر عافیه خپله خور دوه ځله وکتله، په لومړي ځل هغه یوازې وه خو په دویم ځل ورسره سناتور مشتاق او وکیل کلائیو سټیفورډسمېت هم و.

له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان ته د عافیه صدیقي د ستنېدو لپاره هڅې پیل شوی، چې مشري یې د دې خور ډاکټره فوزیه صدیقي کوي.

زنداني عافیې د خپلو اولادونو انځورونه ونه لیدل

ښاغلی مشتاق وايي، ډاکټرې فوزیه صدیقې ته دومره فرصت هم ور نه کړل شو چې خپلې خور سره د زړه خواله وکړي. دوی ادعا کوي چې فوزیې ته د دې اجازه هم ور نه کړل شوه چې عافیې ته د خپلو ماشومانو عکسونه وروښيي.

د دواړو خویندو تر منځ د شیشې پنډ دیوال و. کلائیو سټیفورډ وايي:”ډاکټر عافیه چې کله فوزیه ولیدله نو ورته په خندا شوه خو کله یې چې تر منځ د ښيښې پنډ دیوال ولید چې د دوې د غېږ ورکولو مخه یې نیولې خندا په خپګان بدله شوه.”

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button