سیمه

سراج الدین حقاني پاکستاني پلاوي ته؛ د پاکستان داخلي ستونزو پړه پر کابل مه اچوئ

ښاغلي حقانی د صادق خان تر مشرۍ لاندې پاکستاني پلاوي ته ویلي، د پاکستان د داخلي ستونزو پړه دې پر کابل نه اچوي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره لیدلي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو او اسلام اباد تر منځ باید ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې او شته ستونزو ته د حل مناسبه لار وموندل شي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغان‌ناو ته وویل، سراج الدین حقاني د پاکستان استازي ته وویل چې له دې وروسته د خپلو ستونزو پړه پر کابل وانچوي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ ستونزې

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ‏سراج الدین حقاني د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان سره په لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د لا ښه‌والي او شته ستونزو د حل لپاره پر یو لړ موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر اېکس پاڼه د سراج الدین حقاني او د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان له لېدنې خبر ورکړی.

نور ولولئ: د پاکستان او طالبانو تر منځ وروستۍ نښته؛ پاکستانی پلاوی کندهار ته تللی

نور ولولئ: د پاکستان پوځ: “ترهګر او د هغوی ملاتړي به له منځه یوسو”

هغه د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان په حوالې لیکلي: «موږ ژمن یو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.»

ورته مهال سراج الدین حقاني هم ویلي، اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي؛ چې د دواړو خواوو د ولسونو ترمنځ اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ټیکاو او پرمختګ تضمین شي.

د خلیل الرحمان حقاني د وژل کېدو له امله تسلیت

د دغې لیکنې له مخې، ښاغلي صادق خان په دغې لیدنه کې د خلیل الرحمن حقاني د وژنې په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف، د هغه د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د تسلیت مراتب هم وړاندې کړل.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو پر دوام؛ د پاکستان له‌خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان ته د صادق خان لومړی سفر دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان تر دې وړاندې ویلي و، چې تېره شپه د (مرغومي په څلورمه نېټه) کابل ته رسېدلی او د طالبانو جګپوړو غړو یې هم تود هرکلی کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button