Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستانسیمه‌ییز

سراج حقاني د افغانستان واک د علماوو په لاس کې بولي

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، چې د افغانستان واک د دیني علماوو په لاس کې دی

خو نوموړي دا نه دي ویلي چې د حکومتدارۍ په هره برخه کې د ملا ګومارل کار اهل کار ته سپارل نه دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د اسلامي هېوادونو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل، چې په افغانستان کې واک د علماوو په لاس کې دی.

نور ولولئ: امریکایي چارواکی: د سراج الدین حقاني په سر لا هم ۱۰ میلیونه ډالر انعام شته

نور ولولئ: د اسراییلو پر وړاندې د طالبانو احتیاط؛ حقاني وايي، دوی له چا سره معامله نه ده کړې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې سراج الدین حقاني ویلي دیني عالمان د هېواد په ګټو او لومړیتوبونو ښه پوهېږي.

کابل د یاد پلاوي راتګ

دغه پلاوی د پنجشنبې په ورځ د لېندۍ په ۹ مه کابل ته راغلی او تراوسه یې د طالبانو د بهرنیو او د کډوالو چارو د وزیرانو په ګډون له یو شمېر نورو طالب چارواکو سره جلا، جلا کتلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له دغه پلاوي سره په لیدنه کې د دوی سفر له اسلامي نړۍ سره د نښلولو کړۍ وګڼله.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د فلسطین په اړه هم خبرې شوې دي.

د دغې خبرپاڼې په متن کې راغلي، چې سراج الدین حقاني ویلي: «موږ د فلسطین د خلکو درد احساسوو او د یهودي نیواکګرو له ظالمانه او نا عادلانه کړنو څخه ځورېږو.»

فلسطین ته د سراج اشاره

سراج حقاني په دې لیدنه کې د فلسطین مسئلې ته هم اشاره کړې ده. د هغه په وینا، د فلسطین د مقاومت په پایله کې به دغه هېواد ازاد شي.

نوموړي په ورته وخت کې ویلي، چې د فلسطین له خلکو سره مرسته به د افغانانو لپاره یو ستر ویاړ وي.

د یادونې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي و، چې د اسلامي نړۍ د عالمانو د ټولنې عمومي منشي علي قره داغي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د حماس د سیاسي مشر اسماعیل هنیه ځانګړی سلام هغه ته رسولی دی.

سراج حقاني هغه څوک دی چې په افغانستان کې اکثره ځانمرګي بریدونه د حقاني شبکې تر نامه لاندې رهبري کول او پر ده نیوکه داده چې اکثره ملکي وګړي ده په ځانمرګو بریدونو کې له منځه وړي دي ځکه اکثره بریدونه به د ښار په ګڼه ګوڼه کې کېدل.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button