سراج حقاني متحده عربي اماراتو ته له سفر وروسته بیا کابل ته نه دی ستون شوی
اړوند خبرونه:
متحده عربي اماراتو په ۲۲۳ سیالو شاخصونو کې په نړیواله کچه لومړی مقام خپل کړ
د متحده عربي اماراتو بهرنۍ مرستې له ۱۹۷۱ راهیسې ۳۶۰ ملیارد درهمو ته ورسېده
سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس متحده عربي اماراتو ته لاړل
متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني له ناڅاپي سفر ۱۲ ورځې تېریږي، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر لا هم افغانستان ته نه دی راستون شوی. طالبانو د سلواغې پر ۲یمه اعلان وکړ چې سراج الدین حقاني د دې ډلې د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره یوځای متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه باوري سرچینه تاییدوي چې حقاني لا هم افغانستان ته نه دی راستون شوی.
طالبانو هغه وخت وویل چې سراج الدین حقاني په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو له رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره خبرې کړې دي.
د دې خبرو اترو نور جزئیات روښانه نه دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا هم وویل چې له شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره د حقاني په لیدنه کې “د دواړو هیوادونو د علاقې وړ مسایلو، متقابل ثبات، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا، او یو شمیر نورو مهمو مسایلو په اړه بحث وشو.”
پر دغه سفر ۱۲ ورځې اوړي، خو د طالبانو سرچینو لا تر اوسه له متحده عربي اماراتو څخه د سراج الدین حقاني د راستنیدو راپور نه دی ورکړی.
په دې موده کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال عباس ستانکزی هم د نیول کېدو له وېرې متحده عربي اماراتو ته وتښتېد.
د کابل له پرېښودو وروسته د عباس ستانکزي غږیز فایلونه خپاره شول چې هغه پکې په غیر مستقیم ډول پر هبت الله اخوندزاده نیوکې کړې دي.
دا لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د سراج الدین حقاني د سفر اوږدېدو لامل څه دی، خو یوه مساله روښانه ده، چې د هغه د کورنۍ ځینې غړي په دوبۍ کې اوسیږي.