سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

سعودي له افغانانو ۱۲ زره پاکستاني پاسپورټونه ضبط کړي

رسنیو راپور ورکړی چې سعودي عربستان له هغو افغانانو پاکستاني پاستپورټونه ضبط کړي

زیات افغانان چې په هغو کې د خوست او پکتیا مسافر دي، سعودي عربستان ته یې د غریبۍ او مزدورۍ په خاطر پر پاکستاني پاسپورټونو سفر کړی دی چې اوس یې ځینې د سعودي عرب دولت ضبط کړي دي.

د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړی، سعودي چارواکو په ریاض کې د پاکستان سفارت ته خبر ورکړی چې ۱۲ زره پاکستاني پاسپورټونه یې له افغانانو سره نیولي دي.

پاکستان په دې اړه پلټنې کوي

کله چې پاکستان کې ناامنۍ ډېرې شوې، نو اسلام اباد دا مسئله راپورته کړه او د پاسپورټونو په اړه یې پلټنې پیل کړې چې افغانانو ته ورکړل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په ګډه افغانانو ته د پاکستاني پاسپورټونو د وېش په څرنګوالي پلټنې پیل کړې دي.

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د باج اخیستو لپاره چل دی

د جیو نیوز د راپور له مخې، د پلټنو په لومړي پړاو کې دا څرکنده شوې چې د جاوید عمر په نوم یو کس په لاهور کې د دغو پاسپورټونو په وېش کې لاس لاره چې دا مهال نیول شوی دی، ځکه کله به چې افغانانو پاکستاني پاسپورټونه جوړول، نو دوی به پاکستان کې له کمېشن کارانو سره د لکونو کلدارو په ارزښت خبره کوله او هغو به ورته دا کار کاوه.

دا رنګه دوه پولیس افسران چې د پاسپورټونو په چاره کې په درغلیو ښکېل وو، هغوی هم نیول شوي دي.

سعودي او هلته د پاکستان سفارت په دې اړه غلي دي

په سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر په دې برخه کې له څه ویلو ډډه کړې او رسنیو ته یې څه نه دي ویلي چې ایا دا پاسپورټونه رښتیا ضبط شوي او کنه.

تر اوسه لا روښانه نه ده، چې سعودي عربستان په څومره موده کې دغه دولس زره پاسپورټونو په نښه کړي او نیولي دي.

سعودي چارواکو هم د هغو افغانانو په اړه چې دغه پاسپورټونه ورسره نیول شوي، څه نه دي ویلي.

نور ولولئ: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: افغانان په پاکستان کې روانو بریدونو کې ښکېل دي

تر دې وړاندې پاکستاني پولیسو څو وارې ویلي وو، چې یوشمېر هغه کسان یې نیولي چې افغانانو ته یې پاکستاني کارټونه او پېژندپاڼې وېشلې وې.

د یادونې وړ ده چې په طالبانو او نورو افغانانو کې داسې کسان ډېر شته چې د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ لري. له دوی ډېر یې هلته کاروبارونه او ژوند لري چې دوی ته دا زمینې په خپله پاکستان برابرې کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button