اقتصاد او سوداګري

سلواغې میاشت کې له بېلابېلو ګمرکونو ۱۲۴ ټانکره بې کیفته تېل بېرته مسترد شوي دي

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

د مالیې وزارت وايي، چې یوازې په سلواغې میاشت کې د هېواد له بېلابېلو ګمرکونو ۱۲۴ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته مسترد شوي دي.

مالیې وزارت پرون (پنج‌شنبه، د کب ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ددې وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست، چې د ټاکل سویو معیارونو له مخي هیواد ته د واردېدونکو نفتي موادو کیفیت معلوموي، د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې د هیواد له بېلابېلو ګمرکونو څخه ۱۲۴ ټانکره د ټیټ کیفیت لرونکي وارد سوي نفتي توکي بېرته مسترد کړي دي.

سرچینې ویلي، په دغو نفتي توکو کې، چې د کیفیت له پلوه په معیار نه وو برابر، (۸۸) ټانکره ډیزل د فراه له ګمرک څخه، (۳۳) ټانکره ډیزل او (۳) ټانکره اوبلن ګاز د نیمروز ولایت له ګمرک څخه مسترد شوي دي.

د یادولو ده، چي د مالیې وزارت ‏د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست د ټاکل شويو معیارونو له مخې، هیواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي واردولو ته زمینه برابروي او په کلکه د بې کیفته نفتي موادو د واردولو مخنیوی کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button