لوبې

سنرایزر حیدراباد لوبډلې پنجاب کینګز ته ماتې ورکړه

د سنرایزر حیدراباد لوبډلې لپاره عمران ملک غوره توپ اچونه وکړه او ټولو توپ وهونکو هم خپل مسولیت ادا کړ او پنجاب کینګز لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.

د ای پي ایل ۲۸مه لوبه د پنجاب کینګز او سنرایزر حیدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې حیدراباد د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د پنجاب لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

پنجاب کینګز په ټاکلو ۲۰ اورونو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې وکړې، چې لیام لیونګسټون غوره توپوهنه وکړه، هغه ۶۰ منډې وکړې. همدا راز شاه رخ خان ۲۶ زیاتې منډې وکړې.

نور یی ولوله | پاکستان د نولس کلنو ځوانانو لپاره د لیګ پیلولو اعلان وکړ

د سنرایزر حیدراباد لوبډلې له عمران ملک غوره توپ اچونه وکړه، هغه څلور ویکټې ترلاسه کړې. همدا راز بوینشور کمار درې، جګدیشا سکیټ او نتراجن یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۵۲ منډو هدف سنرایزر حیدراباد لوبډلې د لوبې په ۱۹م اور کې د ۳ لوبغاړو په زیان پوره کړ او پنجاب ته یې په ۷ ویکټو ماتې ورکړه. د دوی له لورې ابیشیک شرما ۳۱، راهول تریپاتي ۳۴، ایدین مارکرم ۴۱ او نیکولس پورن ۳۵ منډې وکړې. د پنجاب لپاره راهول چاهار ۲ او کاګیسو رباډا ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button