لوبې

پاکستان د نولس کلنو ځوانانو لپاره د لیګ پیلولو اعلان وکړ

د پاکستان کرکټ بورډ د پي ایس ایل په بڼه د نولس کلنو ځوانانو د لیګ جوړولو پریکړه کړې ده. دا لیګ چې د (جونیر) په نوم دی د پي جي ایل په نوم سره به یادېږي.

په دې لړ کې پاکستان کرکټ بورډ يو خبرپاڼه هم خپره کړې ده چې پکې ويل شوي دي، چې پي جي ايل به په شل اوریزه فارمیټ کې وي او د روان کال اکتوبر کې به ترسره کيږي.

پاکستان کرکټ بورډ د ټایټل مالي ملاتړي، ژوندي خپراوي، کټګورۍ مالي ملاتړ او د لوبډلو حقونو ترلاسه کولو لپاره مینه والو ته خبر هم ورکړی، چې علاقه لرونکي کسان یې اخیستلی شي.

نور یی ولوله | امریکا: که طالبان د نجونو ښوونځيو پرانه نيزي جدي پایلې به ولري

د پي سي بي رییس رميز راجا ويلي دي چې هغه ډېر لېواله دی چې د ډېرو ورځو هڅو او پلانونو نه وروسته نن په دې وتوانېده ده چې د پاکستان جونییر لیګ د پیلولو پرېکړه وکړي.

هغه وویل چې دا به په ټوله نړۍ کې د خپل ډول له مخې لومړنی لیګ وي، چې لومړی پړاو به یې د روان کال په اکتوبر میاشت کې پیل شي او لوبغاړي به ورته د ډرافټ له لارې واخیستل شي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button