سویډن کې د خونړیو ډزو کوونکی ونیول شو

د سویډن پولیسو یو تنکی ځوان د اوپسالا په ښار کې د یوې مرګونې پیښې په تړاو نیولی دی.
دغه پېښه د سهشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه، چې بریدګر د ښار په مرکز کې یوه سلماني ته ور ننوت او پر درې تنو یې ډزې وکړې.
نوموړی وروسته پر موټرسایکل تېښته وکړه، خو پولیسو د تعقیب وروسته ونیوه.
د چهارشنبې په ورځ پولیسو تأیید کړه چې نیول شوی شکمن کس له ۱۸ کلنۍ کم عمر لري.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، درې واړه قربانیان د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمر لري، خو د هغوی هویت لا تر اوسه بشپړ نه دی تثبیت شوی.
سویډني رسنۍ وايي، دا امکان شته چې دا برید د جنايي بانډونو له فعالیتونو سره تړاو ولري.
د سویډن حکومت په دې وروستیو کې د ځوانانو د جرمونو د زیاتوالي له امله یو نوی قانون وړاندیز کړی، چې له مخې به یې پولیس کولای شي د ۱۵ کلنۍ څخه کم عمره ماشومان هم شناساهي کړي، څو د بانډونو له خوا د هغوی له استخدام مخنیوی وشي.