افغانستانسیمه

سپین‌بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه جګړه

اړوند خبرونه:

د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی

هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي

مجاهد اسلام اباد ته؛ ژر تر ژره د داعش ډلې مشران کابل ته وسپارئ

په کندهار کې سرچینو افغان‌ناو ته ویلي چې د نن سهار شاوخوا څلورو بجو راهیسې په سپین‌بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سخته نښته پیل شوې او ملکي وګړو ته هم پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې چې هلته پاکستاني لوري د ملکي خلکو کورونه په توپونو ویشتلي او ډېر خلک له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شوي دي.

ځینو ناتایید شویو سرچینو دا هم ویلي چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د سپین‌بولدک دروازه له منځه وړل شوې ده.

په ورته مهال د سپین‌بولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو امر، علي محمد حقمل رسنیو ته منلې چې نن سهار هلته د افغان او پاکستاني لورو ترمنځ نښته پیل شوې چې لا هم پکې له سپکو او درنو وسلو استفاده کېږي.

همداراز د کندهار ځینو اوسېدونکو پر ټولنیزو پاڼو لیکلي چې پاکستان د عامو خلکو پر کورونو د درنو وسلو بریدونه پیل کړي دي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل‌الرحمن پرون د پاکستان او افغانستان تر منځ د ارامۍ او رغنده تعامل غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دواړه هېوادونه باید نه یوازې وسله‌والې نښتې ختمې کړي، بلکې د خبرو جګړه هم بنده کړي، ځکه دا په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي.

افغانستان د پاکستان د سولې وړاندیز رد کړ، دفاع وزیر او د ISI مشر ته یې ویزې ونه ورکړې

د پاکستاني رسنیو د راپر له مخې، مولانا فضل‌الرحمن له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، ده پخوا هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې مهم رول لوبولی او که اړتیا وي، دا کار بیا هم کولای شي.

هغه زیاته کړه: «زه له افغان مشرانو سره په تماس کې یم، هغوی هم غواړي چې مسایل د متقابل تفاهم او خبرو له لارې حل شي.»

مولانا فضل‌الرحمن ټینګار وکړ چې که څه هم اوس اوربند شوی، خو دا هم مهمه ده چې د «خبرو اوربند» هم وساتل شي.

د ویلو ده چې تېره شپه په خوست کې هم د فرضي کرښې تر څېرمه د افغان ځواکونو او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه چې کوم چا ته پکې ځاني زیان نه و اوښتی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button