سکاټ ملر: افغان فوځیان دی د طالبانو د واک پراخېدو مښه ونیسي

سکاټ ملر: افغان فوځیان دی د طالبانو د واک پراحېدو مښه ونیسي افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان «سکاټ میلر» وایي، په اوسني وخت کې يې تر ټولو ډېر تمرکز د خپلو عسکرو په خوندي ایستلو دی،
هغه وای افغان عسکرو ته ښایي چې د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي. ښاغلی میلر له بي بي سي سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې امریکایي او ناټو ځواکونه له ورکړل شوي امر سره سم له افغانستانه وتلو ته چمتووالی نیسي او تر ټولو ډیر تمرکز یې په دې دی، چې خپلو عسکرو او د افغانستان راتلونکي ته پېښ ګواښونه له منځه یوسي.
هغه وړاندې زیاته کړې، چې د افغانانو له غوښتنې سره سم باید د جګړې د شدت کچه راټيټه شي؛ خو دده له قوله داسې انګېري چې طالبان به د جګړې کچه لوړه کړي.سکاټ میلر د طالبانو له لوري وروستیو پوځي پرمختګونو ته په اشارې وویل، چې افغان عسکر وړتیاوې لري او باید د طالبانو د بریدونو او د هغوی د واک د ساحې د پراخېدو مخه ونیسي.

میلر ددې پوښتنې په جواب کې بهرنیان په افغانستان کې ناکام وو که کنه؟ وویل، چې افغانستان ته د بهرنیو پوځيانو له راتګ سره سم هغوی ځیني لاسته راوړنې او بریاوې درلودې. خو دده له قوله، ځیني داسې کارونه هم و، چې باید شوي وای؛ خو ونشول،
نو ځکه دده په خبره، دا قضاوت باید راتلونکي تاریخ ته پرېښودل شي، تر څو ددې قضیې په اړه قضاوت وکړي.هغه وای اوس وخت رارسېدلی چې افغانستان کې د جګړې پر ځای سیاسي حل لاره تعقیب شي تر څو افغانان نور د ارام او سکون ساه واخلي.