افغانستان

شمالي وزیرستان، ننګرهار، کندهار او میدان وردګ کې د خلیل لرحمان حقاني فاتحه واخیستل شوه

په شمالي وزیرستان، ننګرهار، کندهار او میدان ورګ کې په سلګونو خلکو د نوموړي په فاتحه کې ګډون کړی وو

د شمالي وزيرستان په ډانډې درپه خېل سيمه کې د حقاني شبکې په مدرسه منبع العلوم کې د خلیل حقاني دوستانو او پلويان نن د نوموړي د فاتحې مراسم ترسره کړي. په کندهار او میدان وردګ ولايتونو کې بیا ولایتي طالب چارواکو هم د خلیل حقاني فاتحه اخيستې.

په کندهار کې طالب چارواکو ويلي، چې د فاتحې دغه مراسيم د جمعې په ورځ د عينو مېنې په عمومي لوی جومات کې د سهار له ۸ د غرمې تر ۱۲ بجو تر سره شول.

په کندهار کې د فاتحې ګډونوال

په کندهار کې د طالبانو د قومندانۍ مسولين وايي، چې په دې مراسمو کې طالب والي ملاشيرين، د دفاع وزارت د مسلحو قواوو مرستيال مالي خان، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوی حماس، د هبت الله د ځانګړو ځواکونو قومندان عبدالاحد طالب او یو شمېر نور طالبانو برخه اخيستې وه.

د میدان وردګ د طالبانو د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دوی له خوا د فاتحې مراسيم د میدان ښار په مرکزي جومات تر سره شوي.

نور ولولئ: خلیل الرحمان حقاني څوک دی؟

نور ولولئ: خلیل حقاني: عبدالله عبدالله راسره همکاري کړې او له سیاف سره یې ۲۰ غونډې کړي

بل لوري ته د شمالي وزيرستان د ډانډې درپه خېل سيمې څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي وه، چې د جمعې په ورځ د حقاني شبکې په مدرسه کې د خلیل حقاني د فاتحې مراسم تر سره شول.

شمالي وزیرستان د حقاني شبکې ځای

په شمالي وزيرستان کې د خلیل حقاني د فاتحې مراسم د سهار له نهو نه تر دوو بجو پورې و.

ډانډې درپه خېل له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې د حقاني شبکې د کورنۍ مهم استوګنځی و او د کورنۍ یو شمېر غړي یې دلته خاورو ته سپارل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د مولوي جلال الدین حقاني انجمن القران لېسه، منبع العلوم مدرسه، جامع مسجد او وسله پالي لا هم فعال دي.

په داسې حال کې، چې د وزیرستان د خلکو کورونه د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې ړنګ شوي، د حقاني شبکې د غړو کورونه لاهم په شمالي وزیرستان کې ودان دي.

خلیل حقاني تېره چارشنبه په کابل کې د داعش وسله والې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر په خپل وزارت کې وواژه.

پر دې سربېره، د خلیل حقاني وژل کېدو ته ګڼ غبرګونونه هم ښوول شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button