نړیوال خبرونه

شمالي کوریا له سوېلي کوریا سره نښلېدونکي سړکونه او د اوسپنې پټلۍ غوڅوي

نړیوالې رسنۍ راپور ورکړی چې د شمالي کوریا له سویلي کوریا سره نښلېدونکي سړکونه او د اوسپنې پټلۍ پرې کوي

سیاسي کارپوهان وايي، په منځنۍ ختیځ، د روسیې او اوکراین تر منځ جګړې د نړۍ امنیت ګواښلی او ډېر احتمال دادی چې نور هېوادونه هم دغه جګړې ته راښکل شي.

تازه نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د شمالي کوریا پوځ چمتووالی نیسي څو له سوېلي کوریا سره نښلېدلي سړکونه او لارې له منځه یوسي.

د سړکونو او د اوسپنې پټلیو په بشپړه توګه پرې کېدل

رویټرز دوشنبه د اکټوبر پر ۱۴مه لیکلي چې دا اقدام د دواړو هېوادونو چارواکو ترمنځ د لفظي کړکېچ له زیاتېدو وروسته کېږي.

د راپور پر بنسټ، د شمالي کوریا پوځ تېره اوونۍ اعلان کړی و چې له سوېلي کوریا سره نښل شوي سړکونه او د اوسپنې پټلۍ په بشپړه توګه پرې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې به بندې کړي.

نور ولولئ: شمالي کوریا فضا ته یوه څارګره سپوږمکۍ توغولي

نور ولولئ: شمالي کوریا پر مسکو وسلې پلوري، خو واشنګټن خبرداری ورکړی

څلور ورځې مخکې پیونګ‌یانګ سیول تورن کړی و چې د بې پيلوټه الوتکو له لارې یې د شمالي کوریا په فضا کې د دغه هېواد پر ضد اعلامیې پاشلي دي او دا یې سیاسي او پوځي «پاروونکې» کړنه بللې ده.

شمالي کوریا خبرداری ورکړی و چې د سیول دا اقدام ښایي د وسله‌والې نښتې لامل شي.

له ځواب ویلو ډډه کول

د سوېلي کوریا د ګډو ځواکونو ویاند لي سونګ جون د دې پوښتنه په تړاو چې ایا دا الوتکې د دوی پوځ له خوا پورته شوې او کنه، له ځواب ویلو ډډه کړې ده.

لي زیاته کړې چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د شمالي کوریا پنځه بې پیلوټه الوتکې د سوېلي کوریا فضايي حریم ته ننوتلې او د څو ساعتونو لپاره یې د سیول په فضا کې ګزمې کړې دي.

د دواړو هېوادونو له خوا د تاوتریخوالي کمېدو په موخه د ۲۰۱۸ کال د پوځي تړون د نه اعتبار له اعلان وروسته، شمالي کوریا له سوېلي کوریا سره خپلو نږدې پولو ته درنې وسلې لیږدولي او امنیتي پوستې یې جوړې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون خبرداری ورکړی چې د «دښمن» د برید په صورت کې به له اټومي وسلو کار واخلي.

خو پر دې سربېره، د اوکراین ولسمشر زیلنسکي ویلي، چې شمالي کوریا نه یوازې له روسیې سره د وسلو مرسته کوي، بلکې د روسي پوځ په لیکو کې یې سرتیري هم له اوکراین سره جګړې ته راځي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button