شهباز شریف د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو

شهباز شریف له قامي اسمبلۍ د ۲۰۱ رایو په ترلاسه کولو د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو
د ده په وړاندې د سُني ايتلاف کاندید عمر ایوب چې د تحریک انصاف له ملاتړه برخمن و، ۹۲ رایې ترلاسه کړې.
له شهباز شریف د مسلم لیګ نون او پیپلز ګوند ملاتړ کاوه او ددوی ګاندید و.
د نواز مسلم لیګ ګوند مخکې تر مخکې ادعا کړې وه چې د قامي اسمبلي په ۲۲۶ غړیو کې ۲۰۹ یې د شهباز شریف د کاندیداتورۍ ملاتړ کوي.
شهباز شریف د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف کشر ورور او شاوخوا ۱۳ کلونه د پنجاب ایالت اعلي وزیر پاتې شوی دی.

شهباز شریف له ۱۹۹۰ وروسته د سیاست په میدان کې مطرح شو.
د شهباز شریف له لوري د ځینو پروژو بشپړول
په دغه کال د پنجاب د ایالتي جرګې غړی غوره شو او د اپوزیسیون مشري یې ترلاسه کړه.
د شهباز شریف په اړه ویل کېږي چې په پنجاب کې یې د اعلي وزارت په ترڅ کې ځینې مهمې پروژې بشپړې کړې چې د ده له شهرت سره یې مرسته وکړه.
نور ولولئ: پاکستان کې پر ګډ حکومت د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند هوکړه
نور ولولئ: ملي اسمبلي د مارچ پر ۳مه د پاکستان لومړی وزیر وټاکي
نور ولولئ: د ۱۹۹ رایو په ترلاسه کولو «ایاز صادق» د پاکستان د پارلمان رئیس شو
که څه هم ویل کېږي چې د عمران خان له سلب اعتماد کېدو وروسته د شهباز شریف د صدارت ۱۶ میاشتنۍ دوره د پاکستان د اقتصاد لپاره ښه دوره نه وه، خو ده د صدراعظمۍ په دې لنډه دوره کې وکړای شول چې پاکستان له پوره دایوالیه توبه وژغوري.
د پاکستان یو شمېر سیاسي ګوندونه ادعا کوي چې د فبرورۍ د اتمې نېټې په عامو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي دي.

د امریکا له لوري د پاکستان په ټاکنو کې د درغلۍ اندېښنه
د امریکا کانګریس یو شمېر غړو په یوه لیک کې د دې هېواد له ولسمشر جو بایډن او بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څخه غوښتي و چې د پاکستان په انتخاباتو کې د ادعا شویو درغلیو په اړه د پلټنو تر بشپړېدو پورې د پاکستان نوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.
په دې لیک کې چې د امریکا ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ته لیکل شوی و، راغلي:
”تر څو چې په انتخاباتو کې د لاسوهنې بشپړ، شفاف او کره تحقیقات نه وي شوي، باید د پاکستان نوی حکومت و نه منل شي.”
په ورته مهال پاکستان په اوسني حالت کې له سختو اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخامخ دی. تېره ورځ ټي ټي پي د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په فبرورۍ میاشت کې یې ۱۷۲ پاکستان عسکر وژلي او ګڼ بریدونه یې کړي دي.