شهباز شریف ۵ ګوندونو ایتلاف کې د لومړي وزیر څوکۍ ته ځان نوماند کړ

راپورونه وايي، د مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ ته نوماند شوی دی
مسلم لیگ ګوند د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه ګوند مشر شهباز شریف یې د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ ته نومولی دی.
دغه ګوند دا رنګه ویلي، چې د نوازشریف لور مریم نواز یې د پنجاب ایالت د اعلی وزیرې په توګه ټاکلې ده.

دغه ګوند ویلي، چې د نوي حکومت د جوړولو له پاره یې د پنځو نورو ګوندونو سره اېتلاف کړی.
لاندې ګوندونو ایتلاف کړی دی
د خلکو یا پيپلز ګوند د چودري شجاعت حسین په مشرۍ، د قاید اعظم مسلم لیګ د خالد مقبول صدیقي په مشرۍ، د پاکستان ملي متحد ګوند د خالد حسین مګسي په مشرۍ د بلوڅو عوامي ګوند او د علیم خان روز په مشرۍ د پاکستان د استحکام ګوندونو د سه شنبې په ورځ د (سلواغې ۲۴مه) د شهباز شریف سره په ګډه خبري ناسته کې د یو نوي اېتلافي حکومت له جوړولو ملاتړ وکړ.

د مسلم لیګ ګوند ویاندې مریم اورنګزیب پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه ګوند مشر نواز شریف خپل ورور شهباز شریف د لومړي وزیر څوکۍ ته او خپله لور مریم نواز شریف یې د پنجاب د اعلی وزیر څوکۍ ته نومولي دي.
نور ولولئ: پاکستان کې د ټاکنو پایلې؛ هېڅ ګوند د قومي اسمبلۍ غوڅ اکثریت څوکۍ نه دي کټلي
نور ولولئ: پاکستان کې د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې؛ عمران خان تر نورو مخکې دی
نور ولولئ: پاکستان کې د ټاکنو پرضد غوغا او پرضد یې پیلېدونکې حرکتونه
که د پنجاب د خلکو جرګې ومنله؛ نو مریم نواز به د پاکستان د ستر ایالت له پاره لومړنۍ ښځینه اعلی وزیره وي.
د سه شنبې په ماښامنۍ خبري غونډه کې شهباز شریف وویل، چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت العمای اسلام ګوند سره به هم خبرې کوي.
د شوي ایتلاف پر وړاندې د تحریک انصاف ګوند غبرګون
په دغې خبري ناسته کې د پاکستان د خلکو د ګوند مشر اصف علي زرداري وویل، چې د تحریک انصاف ګوند په ګډون له ټولو ګوندونو سره د سولې غوښتونکی دی؛ خو د تحریک انصاف ګوند یې په غبرګون کې ویلي، چې دغه ټلواله د «غلو» َټلواله ده.

په پاکستان کې د فبرورۍ د اتمې نېټې ټاکنو څخه پنځه ورځې تېرې شوې؛ خو تر اوسه هیڅ یو ګوند نه دی توانېدلی چې غوڅ او پرېکنده بری ترلاسه کړي.
د اعلان شویو رایو له مخې، د پاکستان د پارلمان د ۲۶۴ څوکیو لپاره د تحریک انصاف پلوي خپلواکو نوماندانو ۹۲ څوکۍ، د مسلم لیګ ګوند ۷۵، د خلکو ګوند ۵۴ او د قومي متحد غورځنګ ګوند ۱۷ څوکۍ ګټلې دي.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان پارلماني ټاکنې لا هم ځینو ګوندونو ته د منلو نه دي او خپلو اعتراضونو ته یې دوام ورکړی دی.