لوبې خبرونه

شیبه وروسته د کرېکټ په ډګر کې تر ټولو سخت سیالان پاکستان او هند میدان ته کوزېږي

اړوند خبرونه:

چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

ټاکل شوې چې نن یکشنبه په دوبۍ ښار کې د روان چمپینز ټرافي د لوبو په لړ کې د کرکټ نړۍ دوه سرسخت سیالانو، هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سیالۍ ترسره شي.

د هند او پاکستان ترمنځ دا لوبه نن( یکشنبه، د فیبرورۍ ۲۳مه)  د افغانستان پر وخت د ماښام په دوه بجو پیلیږي چې ټوله نړۍ کې میلیارډونه کسان په ټلویزیون او زرګونه نور یې لوبغالي کې په تمه ناست دي.

باید وویل شي چې پاکستان او هند په چمپينز ټرافي کې پنځه ځله مخامخ شوي، درې ځلي پاکستان او دوه ځلۍ هند بریا خپله کړې ده.

د اتلانو جام په څلورمه لوبه کې تېره ورځ د انګلستان او اسټرالیا لوبډلې سره مخ شوې، اسټرالیا لوبډلې د لوبې پچه وګټله، او لومړی یې توپ اچونه غور کړه.

انګلستانۍ لوبډلې په ټاکل شوي پنځوس اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو سره اسټرالیا ته د ٣٥٢ منډو هدف وټاکه. د انګلستان لپاره بینډوکیټ تر ټولو زیاتې ١٦٥ او جي روټ ٦٨ منډې جوړې کړې.

په ځوابي توپ وهنه کې اسټراليا لوبډلې یاد هدف د پنځو لوبغاړو په سوځې دو سره په ٤٨ام اور کې ترلاسه کړ. د اسټراليا لپاره میتو شارټ ٦٣ ایلکسکري ٦٩ او جوس انګلس ترنورو زیاتې ١٢٠ منډې جوړې کړې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button