ځایی

صالح: د ټاپي پروژې پیل لا هم ډېر لرې دی

امرالله صالح ویلي، د یوه مشروع نظام په نه موجودیت کې د ټاپي پروژې پیل یو سوداګریز اعلان دی

د طالبانو د رژیم رئیس الوزراء او نورو چارواکو نن د ټاپي پروژې د پیل پرانېسته وکړه.

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په داسې حال کې چې د ټاپي پروژې ګټې د سیمې ګڼو هېوادونو ته رسېږي؛ خو که په اړه یې اختلافي مسلې را مخته شي، نو کومه نړۍواله محکمه به یې په هکله پرېکړه کوي.

ښاغلي صالح دا پوښتنه هم کړې، داسې کومه کمپنۍ به دې ته چمتو شي چې دغه ستره پروژه بیمه کړي.

د قانوني او مشروع نظام نشتوالی

د ښاغلي صالح په باور داسې نه ګڼي، چې داسې کمپنۍ دې چمتو شي چې طالبان د خپل پېرودونکي په توګه په خپل کتاب کې ثبت او راجسټر کړي.

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال د خپلې لیکنې په پای کې لیکلي، تر هغې چې په افغانستان کې قانوني او مشروع حکومت نه وي رامنځته شوی، تر هغې د دغې ډلې سره د هر دول تړون یا معاملې کول جوارۍ یا قمار ته ورته دي.

نور ولولئ: د ټاپي پروژې پرمختګ

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

د ټاپي پروژې بحث د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ دورې ۱۹۹۴ کال ته ور ګرځي؛ خو لومړني اجرایي ګامونه یې د حامد کرزي د حکومت پرمهال واخیستل شول او د محمد اشرف غني د حکومت پر وخت یې کارونه چټک شول.

په ټاپي پروژه کې د محمد اشرف غني رول

دغه پروژه په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف، د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنیو چارو وزارت په چارو کې د دولت پخواني وزیر په رسمي توګه پرانېستله.

په هغه وخت کې هم طالبانو د یوې بیانیې په خپرولو سره د دې پروژې ملاتړ کړی و او ویلي یې و، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې یې امنیت نیسي.

د ټاپي پروژه د ترکمنستان له لوېدیځ څخه پیلېږي او د افغانستان له کندهار او هرات څخه په تېرېدو سره د پاکستان کوټې او ملتان ته په رسېدو سره بالاخره د هند لوېدیځ ته غځول کېږي.

د طالبانو د کانونو وزارت ویلي، چې افغانستان به د دغې نل لیکې په تېرېدو سره په کال کې ۴۰۰ مېلیون ډالره ګټه ترلاسه کړي.

د پرځېدلي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، چې ټاپي پروژه یو ګرېډور ته چې سیمې ته ګڼې اقتصادي ګټې لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button