سیمه

صالح: پاکستان او طالبان یو بل ته ترهګر وايي، د دواړو خبره سمه ده

اړوند خبرونه:

امرالله صالح: طالبانو په ۴ ولایتونو کې سلګونه کسان بې له محکامې وژلي

امرالله صالح: طالبان هڅه کوي چې قومي جوړښتونه له منځه یوسي

د افغانستان پرځېدلي جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح د شنبې په ورځ د (سلواغې ۲۷مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو او پاکستان له لوري، یو پر بل د ترهګرۍ تورونه لګول، د دواړو لوريو اصلي څېرې څرګندوي. هغه وايي، په ریښتیا هم دواړه لوري ترهګر دي.

صالح ویلي طالبان او پاکستان دوه ملګري دي او پر یو بل لګیدونکي تورونه یې رښتیا هم د پام وړ دي.

امر الله صالح په ټینګار سره ویلي چې د پاکستان حکومت او د طالبانو له لوري شوي ادعا سمې دي، ځکه دواړه لوري په ترهګرۍ کې ښکېل دي.

هغه زیاته کړې چې طالبان د پاکستان حکومت د ترهګرو مرکز بولي او برعکس بیا پاکستان ادعا لري چې افغان طالبان د «ټي ټي پي» سره مرسته کوي.

د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال په خبره، پاکستان پر طالبانو دا تورونه هم لګوي چې د افغانستان خاوره یې د ترهګرۍ لپاره په یو خوندي ځای بدله کړې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button