افغانستان

طالبان امنیت شورا ته؛ افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته

اړوند خبرونه:

سیګار وايي، طالبان د موسساتو‌ ادارو په چارو کې مداخله کوي

سیګار وايي، طالبان د بشري مرستو رسونې ادارو کې مداخله کوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ چې ګواکي افغانستان کې ترهګرې ډلې موجودې دي.

د طالبانو ,ویندوی ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې رد کړې. هغه وویل، په اوس وخت کې هېڅ ترهګره ډله په افغانستان کې نه شته.

مجاهد د داعش موجودیت په هېواد کې رد کړ او زیاته یې کړه چې دا ډله ځپل شوې او له منځه وړل شوې ده.

د طالبانو ویاند ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي. نوموړي د پاکستان ادعاوو ته په اشارې وویل چې هېوادونه دې خپلې ستونزې له افغانستان سره نه تړي.

د پاکستان استازي په ملګرو ملتونو کې وویل، په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې شاوخوا شپږ زره جنګیالي لري، د پاکستان د ملي امنیت او د سیمې د ثبات لپاره «تر ټولو ستر او عاجل ګواښ» دي. عاصم افتخار احمد د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې ترهګري د پاکستان لپاره یو جدي او عاجل خطر دی.

د ترهګرۍ ضد چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف، هم وویل چې داعش د سیمې لپاره یو له تر ټولو خطرناکو ګواښونو څخه دی او له نوې ټکنالوژۍ لکه ډیجیټل اسعارو او کوډ شویو شبکو څخه د خپلو فعالیتونو لپاره کار اخلي.

د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد اجرایي کمیټې مشرې ناتالیا ګرمن، اعلان وکړ چې داعش په افغانستان کې فعال دی او په عین وخت کې هڅه کوي چې په منځنۍ اسیا او اروپا کې جنګیالي جذب کړي او د مالي سرچینو د برابرولو لپاره تبلیغات وکړي.

د طالبانو د واک ته رسیدو په لومړیو دوو کلونو کې داعش ډلې په افغانستان کې ګڼ بریدونه وکړل خو وروسته یې اکثره بریدونه شنډ کړل شوي او سږ کال دې ډلې کوم برید نه دی کړی.

یو شمېر طالب چارواکي تور لګوي چې پاکستان د داعش ډلې ملاتړ کوي او په افغانستان کې د داعش اکثره نیول شوي غړي د ياکستان اتباع دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button