ساینس او ټېکنالوژي

طالبان به ډېر ژر پرمختللي ځانمرګي ډرون الوتکې جوړې کړي

اړوند مطالب:

سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

د ایران پرمختللي وسلې د روسیې پوځي نندارتون کې

ډیلي مېل ورځپاڼې ویلي چې طالبان پلان لري څو پرمختللي ځانمرګي ډرون الوتکې جوړې کړي.

د یوې بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبان د افغانستان په لوګر ولایت کې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو له یوه پخواني مرکز څخه د ځانمرګي بې پېلوټه الوتکې یا ډرون د ازموینې او پراختیا لپاره کار اخلي.

«ډیلي مېل» ورځپاڼې د استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه مرکز چې په افغانستان کې د بریتانیايي ځواکونو د شتون په مهال د ځانګړو د عملیاتو لپاره کار اخیستل کېده، اوس د طالبانو د ځانمرګي ډرون د ازموینې پر اصلي مرکز بدل شوی دی.

سرچینې وایي چې له دغه مرکز څخه څو ازمیښتي الوتنې شوې دي او ځینې ډرونونه د دیورند کرښې په اوږدو کې په بریدونو کې هم کارېدلي دي. د سرچینو پر اساس، طالبانو د القاعده د انجنیرانو او هغو کسانو په مرسته چې په لوېدیځو هېوادونو کې یې زده کړې کړې دي، لسګونه بې پېلوټه الوتکې جوړې کړي او پراختیا ورکړې ده.

راپورونه ښيي چې طالبان اوس د پرمختللو ډرونونو لکه د امریکا د  MQ-9 Reaper او د ایران د شاهد ۱۳۶ په څېر کاپي جوړوي.

د ډرونونو د باډۍ جوړښت او وروستی امونتاژ زیاتره د امریکا د پخواني کمپ «فونیکس» په شاوخوا کې ترسره کېږي. دغه کمپ تر ۲۰۲۱ مخکې د افغان پوځ له مهمو لوژستیکي او روزنیزو مرکزونو څخه و، خو اوس په یوه پټ صنعتي مرکز بدل شوی چې د طالبانو لپاره ډرونونه جوړوي.

په افشا شویو معلوماتو کې راغلي چې د چین، ترکیې، روسیې، بیلاروس او حتی بنګله‌دېش انجنیران له طالبانو سره په دې پروژه کې مرسته کوي او ځینې پرزې هم له دغو هېوادونو واردېږي.

د مېل ورځپاڼې له مخې، د طالبانو د پوځ له لوري په ډرون ټکنالوژۍ کې پرمختګ د سیمې ځینو هېوادونو او د لوېدیځ استخباراتي ادارو ته سترې امنیتي اندېښنې پیدا کړي دي، ځکه چې طالبان اوس د دودیزو وسلو پر ځای، د ځیرکو سیستمونو او لرویشتونکو وسلو پراختیا ته مخه کړې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button