نړیوال خبرونه

طالبان: د اسماعیل هنیه وژنه ستره ضایع ده

طالبانو د حماس سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژل کېدل یوه ستره ضایع وبلله

د طالبانو د حماس دفتر سیاسي مشر اسماعیل هنیه نن سهار په د ایران په پلازمېنه تهران کې د هوا له لارې په نښه او ووژل شو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د حماس د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه وژل کېدل د اسلامي نړۍ لپاره يوه ستره ضايعه بللې ده.

مجاهد چهارشنبه د زمري پر ۱۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې هانیه یو «مدبر او هوښیار» سړی و.

هغه له اغېزناکو خواوو په تېره بيا له اسلامي او عربي نړۍ غوښتي چې په سيمه کې د اسراييلو د بريدونو د مخنيوي لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

د اسراییلو جنایتونه

نوموړي ویلي، چې « داسرائیلو د جنایتونو» دوام به د سیمې هېوادونه نور هم بې ثباته کړي

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، اسماعیل هنیه نن سهار شاوخوا دوه بجې د تهران په شمال کې په یوه ځانګړي استوګنځي کې له هوا په نښه شوی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت اعلان کړی چې په دې اړه څېړنه کوي.

نور ولولئ: د اسراییل-حماس جګړه به په ۲۰۲۴ کې هم روانه وي

نور ولولئ: حماس-اسراییل جګړه: اسراییلیانو د فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبارۍ کې ۷۰ کسان وژلي

نور ولولئ: د اسراییل او حماس تازه هوکړه؛ غزې او د اسرائیلو برمته شوو ته به مرسې ورسېږي

د حماس د دغه جګپوړي چارواکي وژل کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي سامي ابوزهري ویلي دي چې تر دې پيښې وروسته،« د بېلابېلو بیو پرې کولو ته چمتو» دي.

حماس په یوې وینا پاڼه کې چې صایرین نیوز خپره کړې، لیکلي چې «د حماس غورځنګ سیاسي مشر د اسراییل په هوايي برید» کې وژل شوی دی.

د حماس او اسرائیلو جګړه

د حماس او اسرائیلو جګړه یوه خطرناک پړاو ته ننوتلي ده او له همدې امله په غزه او رفح ښارونو کې د اسرائیلو په بریدونو او حملو کې فلسطیني ښځې او ماشومان وژل شوي چې د ملګرو ملتونو سازمان او بشر حقونو بنسټونو د اسرائیلو دغه ټول‌وژنه جنګي جنایت بللی دی.

له حماس ډلې ایران د اسرائیلو په مقابل کې په ښکاره ډول ملاتړ کوي او حمایه کوي یې. خو په تهران کې د اسمعیل هنیه وژل کېدل به پر ایران دا شک ډېر کړي چې د موساد یا د اسرائیلو له استخباراتو د حماس مهم مشران پټ نه شي ساتلی.

له دې وړاندې د اسمعیل هنیه درې زامن د اسرائیلو په برید کې هم وژل شوي وو.

ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو هڅه وکړه چې د اسرائیلو او حماس تر منځ اوربند رامنځته کړي، خو تر اوسه بریالي شوي نه دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button