تجارت خبرونهستاسې اند او نظر

طالبان: د قوش تېپې کانال د امنیت د ساتلو لپاره مو امنیتي قطعه استولي

طالبان وايي د قوش تېپې کانال د امنیت د لا ټینګښت په خاطر یې هلته امنیتي قطعه ګومارلي ده

د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د چارو بشپړېدو هغه لویه چاره بلل کېږي چې طالبانو تر اوسه په بریالیتوب سره سرته رسولي او د هېوادوالو پام یې ځان ته ور اړولی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ځواک به د عامه نظم د ځواکونو په اډانه کې چارې پر مخ وړي؛ خو د دغه ځواک د تشکیل او نورو دندو په اړه یې زیات جزییات نه دي خپاره کړي.

نور ولولئ: د قوش‌تپې کانال لومړی فاز پرانیستل شو

د قوش تېپې کانال چې د هېواد په شمال کې د اوبو د مدیریت تر ټولو ستره پروژه ده، د جمهوري نظام پر مهال یې هم د جوړېدو هڅې شوې وې.

د قوش تېپې کانال د چارو پیل او هرکلی

له هغه مهاله چې طالبانو د دغې پروژې د رغونې چارې پیل کړې، په کور دننه د تاوده هرکلي سره مخامخ شوي دي.

خو تر څنګ یې ځینو شمالي ګاونډیو هېوادونو یې په اړه اندېښنې په ډاګه کړې وې او ویلي یې و، چې د دغه کانال په جوړېدو سره ښایي د دوی د اوبو د مدیریت چارې اغېزمنې شي.

دا رنګه په دې وروستیو کې یو شمېر طالب چارواکو دا هم ډاګیزه کړې وه، چې پاکستان له دوی څخه غوښتي چې د دغه کانال چارې دې وځنډوي، هغه ادعا چې د پاکستان له لوري په کلکه رد شوې وه.

نور ولولئ: قوش تپې کانال؛ له جوړېدو سره یې ازبک چارواکي اندېښمن دي

ځیني کتونکي وايي، د دغه کانال لپاره د نوي ځواک ګومارل ښايي د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې د منخیوي لپاره یوه تازه هڅه وي.

په ټوله کې د قوش تېپې کانال د اوبو د مدیریت هغه ستره پروژه یادېږي، چې ورسره د شمالي ولایتونو زرګونه جریبه ځمکه خړوبېدای او لسګونه زره افغانان د کارکولو جوګه کېدای شي.

له طالبانو د پاکستان غوښتنه

څو ورځې وړاندې یوه طالب چارواکي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل چې اسلام اباد له دوی مستقیم وغوښتل تر څو د قوش تېپې کانال کارونه ودروي او دغه پروژه بشپړه نه کړي، خو طالبانو د دوی خبره ونه منله، نو پر طالبانو د فشار راوړلو په خاطر پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړه.

د قوتېشپې کانال په اړه د منځّنۍ اسیا هېوادونو هم بار بار خپلې اندېښنې په ډاګه کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button