Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

طالبان: نړیوالې ټولنې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د ۱۵کسانو نوم‌لړ راسپارلی

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي، نړیوالې ټولنې د یوه ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره یو پنځه‌لس کسیز نوم‌لړ ور سپارلی دی. ښاغلي دلاور چې نن یې د دوحې د هوکړې د دویمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، په دې نوم‌لړ کې هغه محدود کسان شامل دي چې له افغانستانه ‘تښتېدلي’ دي. دلاور زیاته کړه: “غیر له یو څو خاینو مشرانو چې له افغانستانه وتلي دي، له ۱۵ زیات نه دي، بل څوک دوی نه غواړي چې نظام کې شامل کړي. دوی موږ ته لسټ راکړی، اول یې ۸ کسان ویل، بیا ۱۱ شول او اخر کې غالبا ۱۵ کسان شول. “

خو ښاغلي دلاور په دې اړه نور ډېر جزییات ور نه کړل، خو موده وړاندې یې ملي ټلویزیون ته ویلي و: “دې کسانو کې د محمد محقق، کریم خلیلي، عطامحمد نور، سیما سمر او باتور دوستم په ګډون د یو شمېر کسانو نومونه وو. “هاخوا د طالبانو حکومت د رییس الوزرا مرستیال عبدالغني برادر وايي، د دوحې هوکړه د افغانستان د ورانۍ او د وینې د توېېدو د مخنیوي لامل شوه او اوس باید ورته احترام وشي. عبدالغني برادر پر اوسنیو ستونزو لاس‌بری ستونزمن بولي، له خلکو د صبر غوښتنه کوي او پر مسلکي افغانانو غږ کوي چې له افغانستانه د وتلو پر ځای د خپل هېواد د ابادۍ لپاره لاس په کار شي.

نور یی ولوله | افغانستان کې د مالي معاملاتو امریکایي جواز مثبتو غبرګونونو سره مخ شو

دی وايي: “ولس مو باید بې‌حوصلې نه‌ شي او د لوی هدف د تر لاسه کولو لپاره د صبر او مسلسل کار لار غوره کړي. پر پوهه او مسلکي افغانانو غږ کوم چې هېواد دې نه پرېږدي.” ملا عبدالغني برادر پر خلکو غږ وکړ څو د هغو کسانو پرضد د دوی ملاتړ وکړي چې غواړي د افغانستان د ابادۍ مخه ونیسي او وران یې کړي. په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د رییس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د دوی حکومت له هېڅ افغان د انتقام اخیستو فکر نه‌لري.

ښاغلی حنفي له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې سره په ښو اړیکو ټینګار کوي او زیاتوي، د دوحې د هوکړې پر بنسټ، د نړیوالو مسوولیت دی چې د افغانستان په رغونه کې همکاري وکړي.

دی وايي: “د دوحې د هوکړې پر بنسټ، هغه هېوادونه چې افغانستان کې ښکېل و، حق نه لري چې زموږ په کورنیو چارو کې لاس‌وهنه وکړي. د همدې هوکړې پر بنسټ، دوی مسوولیت لاره، هغه ویجاړۍ چې تېرو شل کلونو کې دوی کړي، په بیارغونه کې یې ونډه ولري. “

د طالبانو حکومت د رییس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي ډاډ ورکوي چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او نه یوازې دا چې د افغانستان خاوره به د بل کوم چا پرضد نه کارېږي، بلکې هېڅ یوه وسله‌واله ډله په افغانستان کې فعاله نه ده. له دې وړاندې امریکا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او ان اروپايي ټولنې طالبان تورن کړي چې د دوحې پر هوکړې یې بشپړ عمل نه دی کړی او د القاعده په ګډون یې د ځینو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button