اقتصاد او سوداګري

طالبان، کابل کې د اورانوس د ودونو تالار د قیمتي ډبرو مارکېټ ته ورکوي

د طالبانو حکومت په کابل کې اورانوس د ودونو تالار د قیمتي ډبرو پر مارکیټ بدلوي

د طالبانو د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون اعلان وکړ، چې د کابل د اورانوس ودونو تالار او تمځای قراردادونه لغوه کېږي او دغه ځای به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړی شي.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون نن(چهارشنبه، د سپټمبر ۱۷مه) دغه پرېکړه کړې ده.

د دوی د پریکړې په بنسټ به د کابل د اورانوس ودونو تالار او اړوند پارکېنګ قراردادونه لغوه کېږي او دغه ځای به د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو مارکېټ ته ځانګړې شي.

دغه کمېسیون همداراز پریکړه کړې، چې د «خلیج» او «ممتاز محل» ودونو تالارونه به تر خپلو قراردادونو د پای ته رسېدو پورې خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو د کابل ښاروالۍ د اصولو پر بنسټ به فعالیت کوي.

د طالبانو اقتصادي مرستیالۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نظیف مارکیټ، علاوالدین تېلو ټانک او ظاهر شاهي مارکیټ، چې د پرانیستې داوطلبۍ لپاره وړاندې شوي وې، او له نويو کرایه کوونکو څخه به یې کرایه اخیستل کیږي.

باید وویل شي چې دا پریکړه د طالبانو د مشر لخوا هم منل شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button