اقتصاد او سوداګري

طالبانو افغانستان کې د قزاقستان د پانګه‌ونې له لېوالتیا خبر ورکړی

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانگارین له یوه او بل سره کتلي دي.

د طالبانو حکومت وایي چې د قزاقستان پلاوي افغانستان د سفر پر مهال د دې هېواد د مهمو سکټورونو په ګډون، د اورګاډي پټلۍ جوړولو، کانونو، نفت، ګاز او نورو بنسټیزو پروژو کې د پانګونې چمتووالی ښوولی دی.

په اعلامیه کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ خپره کړې، راغلي چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانگارین او ورسره مل پلاوي د دوشنبې په ورځ، د ثور میاشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره د خپل هېواد د پانګونې لیوالتیا خبرې کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې قزاقستان د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې پلان لري، ترڅو د تورغنډي – هرات – سپین‌بولدک اورګاډي پټلۍ جوړه کړي، او ترڅنګ یې د کانونو، نفت، ګاز، او د انټرنېټ تمدید په برخو کې پانګونه وکړي.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد او اقتصادي چارو کارپوه، استاد سید مسعود د دې موضوع په اړه وايي: “افغانستان کې د اوسني وضعیت له مخې، قزاقستان ته د پانګونې مناسب شرایط شته”

اعلامیه کې د سریک ژومانگارین له قوله ویل شوي چې قزاقستان د پرمختللي او خپلواک افغانستان ملاتړ کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button