طالبانو خوست کې د یوې ښځې په ګډون ۱۰ تنو ته سزا ورکړې
اړوند خبرونه:
طالبانو په خوست کې د «غرغښت» راډیو خپرونې بندې کړې
طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه
د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په خوست ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون لس تنه د «زنا، لواطت، له کوره د تېښتې او نامشروع اړېکو» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي دي. طالبان له نړۍوالو نیوکو سره، سره په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې ورکوي.
د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د (سلواغې څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ ابتداییه محکمې دغو لسو تنو ته د بېلابېلو تورونو له مخې جلا، جلا سزاګانې ورکړې دي.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو له مخې، دغه پرېکړې د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د خوست صبریو ولسوالۍ ابتداییه محکمې په عام محضر کې پر لسو تنو عملي کړې.
په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو خوست صبریو ولسوالۍ د دغو لسو تنو له ډلې شپږ تنه په دوه، دوه کاله تنفیذي بند محکوم او ۳۹- ۳۹ دورې وهلي.
د دې تر څنګ یې درې تنه په درې، درې کاله تنفیذي بند محکوم کړي او له ۳۰ – ۳۹ دورې یې وهلي دي.
همدا رنګ ستره محکمه وايي، د خوست په صبریو کې محکمې د دغو لسو کسانو وروستی هغه په یو کال بند محکوم کړی او ۳۹ دورې یې وهلی دی.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې تورنو کسانو ته یې د استیناف غوښتنې موقع ورکړې او که نه خو طالبان تل خلک تورنوي او بیا هغوی ته بله موقع نه ورکوي.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.