سیمه ییز خبرونه

طالبانو د ایران او پاکستان تر منځ پر وروستیو ناندریو اندېښنه ښودلي

د طالبانو بهرنیو چارو وازرت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان او ایران د وروستي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلي

دوی وايي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ دغه تاوتریخوالی د سیمې په ګټه نه دی، بلکه زیانمن دی. طالبانو له دواړو هېوادونو غوښتي چې د یوه او بل پر وړاندې له زغم کار واخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ توغندیزو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دواړه هېوادونه دې د اختلاف وړ مسایل د ډيپلوماټیکو چېنلونو له لارې حل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران او پاکستان تر منځ ورستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی، چې له زغمه کار واخلي.

د ایران او پاکستان کړکیچنې اړیکې

د ایران او پاکستان اړیکې تر هغې وروسته ترینګلې شوې چې کله د یران دولت په پاکستان کې د جیش العدل په نوم ډله تر ډرون او توغندیزو بریدونو لاندې ونیوه.

نور ولولئ: پاکستان په خپله خاوره د ایران توغندیز او ډرون بریدونه وغندل

نور ولولئ:  ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

نور ولولئ: امیر عبدالمهیان: موږ په پاکستان کې ترهګر وژلي، نه پاکستانیان

ایران د سه شنبې په ورځ د پاکستان په پنجګور سیمه کې توغندیز برید وکړ او ادعا کوي، چې په دغه برید کې یې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ کړي دي.

afghan۱
انځور؛ په پاکستان کې د جیش العدل په نوم ډله باندې د ایران راکټي بریدونه.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې په ایران کې د قاسم سلیماني په تلین غونډه کې ځانمرګي بریدونه وشول چې تر سلو یې زیات کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول. وروسته ایران ګواښ وکړ چې ددغه برید غچ به واخلي.

د کابل او اسلام اباد د اړیکو ترینګلتیا

د طالبانو او اسلام اباد اړیکې په پاکستان کې د ناامنیو له ډېرو وروسته تر وروستي حالته خرابې شوي دي. پاکستان له طالبانو غواړو چې د ټي ټي پي په ځپلو کې ورسره مرسته وکړي. خو طالبان بیا وايي چې داد پاکستان کورنۍ مسئله ده او په کور دننه حل کړي. پاکستان په دې وروستیو کې د ځانمرګو بریدونو او نورو وسله والو حملو شاهد دی.

پاکستان دومره پر طالبانو بې باوره شوی چې پر طالبانو د فشار راوړلو په موخه یې ۱.۷ میلیون کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه. همداراز یې څو ځله د تورخم، سپین بودلک سوداګریزې لارې وتړلې چې تورخم لار لا هم تړلي ده.

د شنونکو په باور پاکستان په هغه دام کې نښتی چې په خپله یې نورو ته اچولی و.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button