افغانستان

طالبانو د ښځو لخوا لیکل شوي کتابونه هم منع اعلان کړل

اړوند خبرونه:

رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

د ایران ولسمشر پزشکیان: سیمه دې له طالبانو سره تعامل وکړي

طالبانو امر کړی چې د ښځو په لاس لیکل شوي کتابونه به په پوهنتونونو کې نه تدریس کېږي

د طالبانو حکومت د افغانستان د پوهنتونونو له درسي سیستم څخه د ښځو له لوري لیکل شوي کتابونه لرې کړي دي. دا د هغه نوي بندیز یوه برخه ده چې د بشري حقونو او جنسي ځورونې تدریس هم منع کوي.

د «په کیمیاوي لابراتوار کې خوندیتوب» په نوم کتاب په شمول شاوخوا ۱۴۰ کتابونه چې د ښځو له خوا لیکل شوي د ۶۸۰ هغو کتابونو په منځ کې دي چې د «شریعت ضد او د طالبانو د تګلارې خلاف» بلل شوي دي.

پوهنتونونو ته هم ویل شوي چې نور د ۱۸ مضمونونو تدریس اجازه نه لري. د طالبانو یوه چارواکي ویلي دا مضمونونه «د شریعت له اصولو او د نظام له تګلارې سره په ټکر کې دي.»

دا فرمان د طالبانو له هغو ګڼو محدودیتونو څخه دی چې له څلورو کلونو راهیسې له واک ته ستنېدو وروسته یې پلي کړي دي. یوازې همدا اوونۍ په لږ تر لږه لسو ولایتونو کې د طالبانو د مشر په امر د نوري فایبر انترنېټ بند شو، چارواکو وویل چې دا د «فحشا د مخنیوي» لپاره دی.

که څه هم دې اصولو د ټول ژوند په ډیرو برخو اغېز کړی، خو ښځې او نجونې یې په ځانګړي ډول سختې ځپلې دي: هغوی له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي، او د هغوی پرمخ د زده کړو، یعني قابله ګۍ کورسونه هم د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې وتړل شول.

اوس آن هغه مضامین هم په نښه شوي دي چې د ښځو په اړه دي: د ۱۸ منع شوو مضمونونو له جملې څخه شپږ یې په ځانګړي ډول د ښځو په اړه دي، لکه «جندر او پرمختګ»، «په اړیکو کې د ښځو رول»، او «د ښځو ټولنپوهنه».

د طالبانو حکومت ویلي چې په خپل تعبیر او تفسیر د افغاني کلتور او اسلامي شریعت له مخې د ښځو د حقونو درناوی کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button