ځایی

طالبانو ددوی پلوی کس جنرال مبین د دویم ځل لپاره نیولی

د طالبانو پلوی جنرال مبین د دویم ځل لپاره د طالبانو استخباراتو نیولی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی

د جنرال مبین نیول کېدو یو ځل بیا په ټولنیزو رسنیو کې غوغا راپورته کړې او دغه د طالبانو پلوی تېر ماښام ناوخته د طالبانو د استخباراتو له لوری نیول شوی او نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.

د جنرال مبین کورنۍ تر اوسه د هغه د نیول کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ځینو سرچینو تایید کړي ده چې د طالبانو استخباراتو د خپل پلوي چې جنرال مبین ځان معرفي کوي، د هغه په کور چاپه اچولي او هغه له ځان سره وړی دی.

mobin2
جنرال مبین

جنرال مبین کله کله د طالبانو پرضد خوله پرانیزي

هغه تېره اوونۍ ویلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر یې بهر ته د تګ مخه نیولي ده. جنرال مبین لیکلي و چې بې له کوم جرمه هغه نه پرېښودل کېږي تر څو ازاد کاروبار او سوداګري وکړي.

جنرال مبین په نوم ایکس پاڼې هغه ویډیو هم خپره کړي چې د نوموړي د نیول کېدو صحنه او پرده د استخابراتو هجوم ور وړل او سلوک په ډاګه کوي.

نور ولولئ: د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي

نور ولولئ: کابل کې ځینو خبریالانو ته جایزې ورکړل شوې

نور ولولئ: د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي

جنرال مبین لومړنۍ او وروستۍ دنده د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاندویي وه، خو نور نوموړی د طالبانو مبالغ پاتې شوی دی او هر وخت یې د طالبانو له رژیم ملاتړ کړی.

د طالبانو حکومت ملاکراسي دی

څو میاشتې وړاندې جنرال مبین د طالبانو اوسنی رژیم «ملاکراسي» بللي وه او له همدې امله د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو او دې ته یې اړ کړ چې په ټولنیزو رسنیو کې بښنه وغواړي.

mobin1
جنرال مبین

جنرال مبین څو ځلې د طالبانو پر رژیم نیوکې کړي او غوښتنه یې کړي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او کار د اهل ته وسپاري.

خو طالبانو بیا هغه د دویم ځل لپاره ونیوه او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړ.

د طالبانو پر رژیم تور دی چې نه یوازې خپل منتقدین نه شي زغملی بلکې په ټول شدت سره یې ځپي. دغه ډله هڅه کوي تر څو په ټولنیزو رسنیو کې هر ډول انتقاد کوونکي غلي کړي او که غلي نه شي نو په ټول قوت سره یې له مخې لرې کوي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو استخباراتو دننه د دوی په نظام کې د دوی خپل ملاتړي هم د منفي تبلیغاتو په تور نیولي او شکنجه کړي دي. ډېری لیکوالان، د پوهنتون استادان او خبریالان هم نیول شوي او توصیې ورته شوي چې د طالبانو د واک پر وړاندې غږ پورته نه کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button