افغانستان

طالبانو روژه کې د خپلو ادارو کاري ساعتونه وټاکل

د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د روژې په مبارکه میاشت کې د مرکز او ولایتونو په کچه د ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وخت وختونه اعلان کړل.

د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن(سه‌شنبه، د کب ۷مه) ویلي، چې روژه کې کار د سهار په ۹ بجو پیل او د ماسپښین په ۲ بجو د پنجشنبې ورځو په شمول د ماسپښین د لمانځه له دمې سره دې پای ته رسېږي.

یاد وزارت همداراز زیاته کړې، چې تولیدي، خدماتي موسسې، تل فعال برخې، روغتیايي، نشراتي، ښوونې او روزنې او د لوړو زده‌کړو موسسې د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پیل او پای مهال وېشونه تنظیم کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ګوټ ګوټ کې د اسلام دین پر بنسټ د روژې مبارکه میاشت پیل شي. باید وویل شي چې د روژې مبارکې میاشتې لومړنۍ ورځې په اړه به وروسته اعلان وشي.

د یادولو ده چې د یو لمریز کال په اوږدو کې د ژمي، پسرلي او روژې مبارکې میاشتې لپاره کاري ساعتونه په دولتي ادارو کې بدلون کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button