ځایی

طالبانو سمګان ولایت کې د حزب التحریر ۸ غړي نیولي

راپورونه وايي، طالبانو سمنګان ولایت کې د حزب التحریر ۸ غړي نیولي دي

طالبان د حزب التحریر په څېر بنسټونو ته فعالیت اجازه نه ورکوي او له همدې امله یې یاد اته غړي نیولي او زندان ته یې اچولي دي.

راپورونه وایي، چې د طالبانو واکمن رژیم د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې ۸ تنه له حزب التحریر ډلې سره د تړاو په تور نیولي.

یو شمېر طالب پلوو سرچینو ویلي، چې له دغو کسانو څخه یو تن یې د برېښنا شرکت سیمه ییز کارکوونکی و.

حزب التحریر او داعش

د نورو کسانو د هویت په تړاو زیات معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې بېلابېلې دندې او بوختیاوې یې لرلې.

حزب التحریر ډله، چې د داعش ډلې په شان خو د هغې ډلې له رامنځته کېدو لا پخوا په نړۍ کې د دوی په باور، د اسلامي خلافت د رامنځته کېدو لپاره مبارزه کوي.

نور ولولئ: خیبر پښتونخوا: کورمه کې د شیعه او سني تر منځ جګړه

نور ولولئ: په هرات کې د طالبانو والي په خپل کتاب کې شیعه ګان تکفیر کړي

د دې ډلې ځینې منتقدان باور لري، چې حزب التحریر د داعش ډلې لپاره فکري زمینه برابره کړې او لا هم د افغانستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې د همدې نظریې لپاره خلک روزي.

یادې ډلې د افغانستان په مرکزي او شمالي ولایتونو؛ په ځانګړي ډول پوهنتونونو کې د پام وړ نفوذ کړی و.

افغانستان کې د عاشورا مراسم؛ امنیتي تدابیر او بلخوا د یادو مراسمو محدودل

پرځېدلي جمهوریت هم غیر قانوني بلل

د طالبانو له بیا واکمنیدو د مخه، په جمهوري نظام کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو چارواکو د دغې ډلې فعالیتونه غیر قانوني اعلان کړي وو، خو عملاً یې پر وړاندې د حکومت له ادرسه ډېر اقدامات نه وو شوي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د دوی د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم د حزب التحریر تر څنګ جمیعت اصلاح ټولنه او نور ټول هغه لوري، چې د طالبانو له اډانې د باندې فعالیت کوي، لغوه او غیر قانوني اعلان کړل.

د دې تر څنګ، طالبانو په ځینو سیمو کې یو شمېر کسان له حزب التحریر ډلې سره د تړاو په تور بندیان کړي هم دي.

له دې وړاندې په افغانستان کې د اهل تشیع علماوو شورا مرستیال په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي وو چې طالبانو ته یې ډېر وړاندیزونه ورکړي دي، خو له دغه وړاندیزونو او غوښتنو ته یوه ته هم مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د شیعه‌ګانو د عاشورا نمانځنو مراسم هم رامحدود کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button