طالبانو ویلی د ډالرو له قاچاق کوونکي سره به د ملي خاين په ډول چلند کېږي
طالبان وایی د ډالرو له قاچاق کوونکي سره به د ملي خاين په ډول چلند کېږي د طالبانو حکومت د افغانۍ ثابت ساتلو په هدف پرېکړه کړې له دې څخه وروسته به هېڅوک حق نه لري چې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه وکړي.
د بهرنیو پول پر وړاندې د افغانۍ ثابت ساتلو لپاره د طالبانو د حکومت له اړخ د جوړ شوي کمیسیون مشر او د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبد السلام یوه غونډه کې خبرداری ورکړ چې د ډالرو قاچاق کوونکي سره به د ملي خاین په ډول چلند کېږي مولوي عبد السلام حنفي دعوه کړی چې د افغانۍ د ارزښت ټیټېډو یو سبب د یو شمېر نا مسوولو وګړو پروپاګند دی. همدا رنګه دعوه کړی چې یو لړ غیر قانونی کړنې د یو شمېر مجرمینو له اړخ شوي او په پایله کې یې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی.
نور یی ولوله | افغانۍ نوي رېکارډ جوړ کړ طالبانو له امریکا غوښتي چې بندیزونه لرې کړي
خو اقتصادي کارپوهان وايي چې کابل کی د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته د بې کارۍ زیاتېدل، د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو کمېدل، دولتي کارکوونکو ته د معاشونو نه ورکول او په بهر کې د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل د افغانۍ د ارزښت د کمېدو لوی سبب شوی عبد السلام حنفي ویلی مونږ پرېکړه کړې چې سر له ننه څخه به په ټول افغانستان کې په بهرنیو پیسو راکړه ورکړه بندی کړو . ټولو امنیتي ارګانونو او والیانو ته دنده ورکړی چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره خپل ټول مسولیت پوره کړی .
بله پرېکړه دا شوی چې د ډالرو او د نورو ټولو هغو توکو قاچاق کوونکی به په سخته جزا محکوم شی چې قانونی قاچاق شمېرل کېږي لکه ځنِغوزی، قالینې او وسلې د دې توکو له قاچاق کوونکو سره د به ملي خاین په ډول چلند کېږي.
له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د بهرنيو پول پر راکړې ورکړې بنديز لګولی و خو دا بنديز عملي شوی نه دی او د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې پر پاکستانيو روپيو، په يو شمېر نورو کې پر ايراني تومنو او ځينو سيمو کې پر ډالر راکړه وکړه کېږي.