اقتصاد او سوداګري

طالبانو په درنو مالیاتو کې کمښت راوست

په تېرو دریو کلونو کې اکثره کسبګرو او اتحادیو له درنې مالیې ورکولو شکایت درلود

تازه د طالبانو تر کنټرول لاندې د طالبانو د رهبر شیخ هیبت الله اخوندزاده د فرمان پر اساس اعلان وکړ چې له هغه چا به کلنۍ ثابته مالیه نه اخیستل کېږي چې کلنی پلور یې تر دوه میلیونه افغانیو وي.

د مالیې وزارت سرپرست وايي، له دوه مېلیونو افغانیو څخه د لوړ پلور لرونکو کسبګرو لپاره یې د مالیې د ورکړې په برخه کې هم کمښت راوستی دی.

د طالبانو د مالیې وزارت او یو شمېر لوړ پوړو چارواکو نن پنجشنبه د (غبرګولي ۱۰مه) د رسنیو په مرکز کې د اصنافو د ثابتې مالیې د معافیت او کمښت په اړه رسنیز کنفرانس ورکړ.

تر دوو میلیونه پورته مالیه اخیستل کېږي

د طالبانو د مالیې وزارت سرپرست محمد ناصر اخوند د یاد رسنیز کنفرانس پر مهال اعلان وکړ، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند د حکم له مخې ټول هغه هټۍوال او کسبګر د ثابتې مالیې له ورکړې معاف دي چې کلنی پلور یې ۲ مېلیونه افغانۍ او یا له هغې څخه کم وي.

afghan (37)
د ریاست الوزرائ اداري مرستیال عبدالسلام حنفي

نوموړي وویل:« د دوی د مشر د ځانګړي حکم پر بنسټ هغه دوکانداران او کسبګر چې کلني خرڅلاو توکي یې تر دوه مېلیونو افغانیو پورې وي؛ د ثابتې مالیې له ورکړې په بشپړه توګه معاف دي.»

نور ولولئ:  له کندهار بهر ته د وچې مېوې صادرات ۳۰سلنه زیات شوي

نور ولولئ: طالبان: ۱۰ میاشتو کې ۱۲۲ میلیارده افغانۍ صادرات شوي

نوموړي زیاته کړه:« له دې څخه پورته (تر دوه مېلیونه لوړ) پلورونکو اصنافو او کسبګرو څخه د (۰،۵) سلنې ثابتې مالیې پر ځای (۰،۳) سلنه مالیه اخیستل کېږي.»

د تېر کال ثابته مالیه

د طالبانو د مالیې وزارت سرپرست وايي، تېر کال یې هم خلکو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د صنعت کارانو مالیه له ۴ سلنې څخه ۲ سلنې ته راټیټه کړې وه.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، هبت الله اخوندزاده یاده پرېکړه د اصنافو د استازو له پرله پسې غوښتنو وروسته وکړه.

ښاغلی حنفي وايي، د مالیې د معافیت حکم د ۱۴۰۳ کال له پیل څخه د پلې کېدو وړ دی.

د یادونې وړ ده چې طالبان په افغانستان کې د پانګه‌والو او کاروباریانو لپاره د سهولتونو برابرولو کې هڅې کوي تر څو یې لا پانګونې ته وهڅوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button