Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

اقتصاد او سوداګري

طالبانو ۱۱ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد کړل

طالبانو هغه ۱۱ ټانکره تېل چې بې کیفیته وو، بېرته یې په نیمروز ولایت کې ایران ته د ابرېشم په پل ور واړول

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سټنډرډ ملي ادارې خبر ورکړی چې ۱۱ ټانکره بې کیفیته تېل چې افغانستان ته واردېدل، بېرته یې ایران ته ورګرځولي دي.

تر دې وړاندې هم طالبانو د بې کېفیته تېلو د ور ستنولو خبرونه ورکړي وو خو ایران ویلي و چې طالبان په سرحدونو کې د تیلو کېفیت د معلومولو اسانتیاوې نه لري.

د سټنډرډ ملي ادارې هڅې

د طالبانو تر واک لاندې د سټنډرډ ملي ادارې د دو شنبې ورځ د (کب ۱۴مه) نېټه په ایکس پاڼه لیکلي چې دغه ۱۱ ټانکره بې کېفیته تېل یې د نیمروز له بندرڅخه بېرته ایران ته ورستانه کړي دي.

د کب درېیمه دغې ادارې ویلي و چې افغانستان ته یې د ۲۳ ټانکره بې کېفیته تېلو مخه نیولې وه.

دغې ادارې درې اوونۍ وړاندې ادعا کړې وه چې د روان کال په مرغومې میاشت کې یې افغانستان ته د ۵۱۱ ټانکره بې کیفیته تیلو مخه نیولې.

نور ولولئ: د طالبانو اقتصادي معاونیت د شاوخوا ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظورې کړې

نور ولولئ: سرپل کې له نوي څاه د تېلو استخراج او د ګازو نل‌لیکې د پروژې پیل

نور ولولئ: موټر چلوونکي د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخنیوی غواړي

د طالبانو د سټنډرډ ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د مرغومې په میاشت کې د نفتي توکو نهه زره ۵۴ ټانکرونه له بېلابېلو بندرونو افغانستان ته دننه شوي دي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې د افغانستان د بندرونو په مهارولو سره به د بې کېفیته تېلو د ننوتو مخه ونیول شي.

د بې کیفیته تېلو په اړه د طالبانو خبرداری

طالبانو په وار، وار له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې افغانستان ته د کیفیته تېلو د وارېدېدو مخه ونیسي، خو لا تراوسه د بې کیفیته تېلو ټانکرونه افغانستان ته داخلېږي.

ail1
طالبانو ۱۱ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد کړل

د طالبانو د سټندرډ ادارې، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په ځلونو د ګاونډیو هېوادونو د بې کیفیته تېلو ټانکرونه په تېره بیا د ایران هغه، مسترد کړي دي.

د طالبانو دغه کړنه د ایراني چارواکو له غبرګون سره مخ شوې. شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې، د ایران د نفتي توکو د صادروونکو د اتحادیې مشر، احمد معروف خاني، د طالبانو له خوا د نفتي توکو پر ورګرځولو نیوکه کړې وه.

ښاغلي معروف خاني ویلي و، چې طالبان د تېلو د کېفیت معلومولو لپاره اړین وسایل نه لري او که سوداګر دغې ډلې ته اضافي پیسې ورکړي، افغانستان ته د تېلو ټانکرونو د ورتلو اجازه ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د سټنډرډ ملي ادارې د خوړو او نورو برخو کې هم د اصلاحاتو راوستو لپاره هڅې پیل کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button