افغانستان

عبدالغني برادر اخوند د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان ته روان شو

اړوند مطالب:

عباس ستانکزی ازادې رسنۍ غواړي، خو بله ډله طالبان ورباندې محدودیت وضع کوي

عباس ستانکزی د ښځو زدکړې واجب بولي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر نن (چهارشنبې د ثور ۲۲مه) د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان ته سفر کړی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې ټاکل شوې ملا برادر به د کازان په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړي. دا فورم، چې د مې له ۱۴څخه تر ۱۹ نېټې دوام کوي، د اسلامي هیوادونو او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا لپاره لار هواروي.

ټاکل شوې ده چې د اسلامي امارت پلاوی د فورم په غونډه کې د ګډون ترڅنګ د بېلابېلو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره رسمي کتنې هم وکړي.

د دې غونډې موخه د اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا او د افغانستان د بیارغونې لپاره د پانګونې راجلبول دي.

دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د کارپوهانو په وینا، اسلامي امارت د افغانستان د بحراني وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوال اقتصادي ملاتړ د جلبولو په لټه کې دی.

د کازان په فورم کې ګډون، چې د سیمې یو له مهمو اقتصادي پیښو څخه دی، د اسلامي امارت لپاره یو فرصت برابروي چې پانګوالو ته د کانونو او زیربنایي پروژې معرفي کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button