افغانستاناقتصاد او سوداګري

عدلیې وزارت: “د کورونو د کرایو لوړېدو په صورت کې له موږ سره شکایت ثبت کړئ”

اړوند خبرونه:

د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې په اړه سروې

د کانونو غیرقانوني استخراج؛ طالبانو د پنجشیر زمرود پلورلي

له پاکستانه د افغانانو له راستنېدو وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د کورونو د کرایو له ناڅاپي لوړېدو شکایتونه کېږي. تازه د سرپرست حکومت عدلیې وزارت دې ستونزې ته د رسېدنې بهیر پیل کړی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: “عدلیې وزارت هغو شکایتونو ته چې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو او د جایدادونو مالکین، هېواد ته د مهاجرینو له بېرته راستنېدو څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره پر اوسنیو او نویو کرایه‌نیونکو یې د کورونو کرایه لوړه کړې او یا هم (د معاملې له دواړو لورو د یوې میاشتې له کرایې څخه) زیات کمېشن اخلي، د رسیدګۍ بهیر پیل کړی.”

عدلیې وزارت په خپله دې اعلامیه کې د اړیکې شمېرې هم شریکې کړې او له هېوادوالو یې غوښتي چې د شکایتونو د ثبت لپاره د عدلیې وزارت له اړوندې برخې سره اړیکه ونیسي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې هېوادوال په ولایتونو کې د جایداد له مالک یا د معاملاتو لارښوونې د دفتر پر ضد شکایتونو ته د رسېدنې لپاره د عدليې ریاستونو ته مراجعه کولای شي.

د سرپرست حکومت عدلیې وزارت د اړیکې شمېره (0202526794) او همداراز د واتس‌اپ شمېره (0703207189) اعلان کړې دي.

د ویلو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې ګڼ‌شمېر کابل‌ ښاریانو ویلي چې د کورونو کرایې یې په ناڅاپي توګه لوړې شوې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button