عضمت الله عمرزی د یو ورځنیو سیالیو لومړی درجه الراونډر شو

اړوند خبرونه:
چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي
چمپینز ټرافي؛ افغانستان نن له اسټرالیا سره برخلیک ټاکونکي لوبه کوي
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا، د ملي لوبډلې پياوړی او تکړه الراونډر «عظمتالله عمرزی» د د یو ورځنیو سیالیو د الراونډرانو(ټولچاري) په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ.
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا نن( چهارشنبه، د کب ۱۵مه) په الراونډرانو کې د یو ورځنیو لوبو تازه درجه بندي اعلان کړه چې د ملي لوبډلې پياوړی او تکړه الراونډر عظمتالله عمرزي پکې لومړی مقام خپل کړ.
عمرزي د اتلانو په جام کې د سویلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا پر وړاندې غوره وځلېده، په توپ وهنې او توپ اچونې کې یې د افغانستان لپاره نیمه سلیزې او لوبغاړي وسوځول، چې د نړیوالو پام یې هم ځانته کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا (دوشنبه، د سلواغې ۸مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الروندر لوبغاړی عظمتالله عمرزی د ۲۰۲۴کال د غوره «الرونډر لوبغاړي» په توګه ټاکل شوی وه. عمرزی په ۲۰۲۴کال کې د خپلو ښو لوبو له امله د کال غوره لوبغاړی ټاکل شوی و.